پلخمري (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): د بغلان له ځنګلونو د څار او ساتنې چارو ادارې مسوولین وايي، په دې وروستیو څو میاشتو کې ددغه ولایت له ځنګلونو د وچو لرګیو په پلمه ٣٠ سلنه د پستې ونې وهل شوې دي.
د بغلان د کرنې ریاست د طبیعي سرچينو څانګې امر انجینر رازمحمد احمدزي د وري په ۲۸ مه په دې اړه پژواک ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې خلکو له غرونو د ونو پرې کولو ته مخه کړې ده.
دی وایي: ((په تېرو څو مياشتو کې د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي د وچو لرګيو په پلمه د پستې ونې وهي؛ زموږ د اټکل له مخې تر اوسه يې ٣٠ سلنه ونې وهلې دي او که دا حالت همداسې دوام وکړي نو درې کاله وروسته به غرونه د پستو له ونو پاک شي.))
هغه زیاتوي، د پستې ونو وهلو په اړه یې خپله اندېښنه له ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او ولسوالانو سره شریکه کړې؛ خو د مخنیوي لپاره یې تر اوسه عملي اقدام نه دى شوى.
دغه راز چونغر غره ته څېرمه د سرخ کوتل کلي اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وويل چې خلکو د وزګارتيا له امله په غرونو کې د وچو لرګيو وهلو ته مخه کړې ده.
دی وايي: ((دا رښتيا ده چې د پستې ونې هم خلک وهي خو دا کار ځکه کوي چې ډېرى يې له همدې لارې خپل کورته ډوډۍ ګټي.))
خو د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد بیا وايي چې له ځنګلونو د ونو وهلو په اړه تر اوسه دوى ته کوم رسمي راپور نه دى ورکړل شوى؛ خو که څوک په دغه کار ونيول شي سزا به ورکړل شي.
د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د مرکز پلخمري ترڅنګ د دوشي، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو او ځينو نورو سيمو په غرونو کې سلګونه زره د پستې ونې دي چې هر کال يې حاصلات د سيمې خلک په خپل سر را ټولوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP