Language

د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې چاودنه؛ یو کس وژل شوی او ۱۳ ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کراچۍ ښار د صدر په سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د ساحلي ځواکونو یوه موټر ته نږدې شوې، خو موټر ته زیان نه دی اوښتی.

ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې چاودېدونکي توکي پر یوه موټرسایکل ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې له مله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، څو  ورځې مخکې هم په کراچۍ ښار کې د یوې چاودنې له امله د کراچۍ پوهنتون درې چینایي استادان وژل شوي وو.

Related Topics