کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۱): پولیسو د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې يو کس د یوه موټر غلا کولو پر مهال چې چلوونکی یې د چاقو په وسیله ټپي کړی و، لاس په لاس نيولی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د دې څرګندونو ترڅنګ وايي، دغه کس تېره شپه د «سرک نو» په سيمه کې نیول شوی دی.
دی زياتوي، نیول شوی کس د څېړنو په موخه له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوی دی.
دغه راز ځدراڼ وايي، تېره ورځ هم امنيتي ځواکونو د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يو فرونر موټر ـ چې يوه مياشت مخکې غلا شوی و- کشف او خپل مالک ته يې وسپاره.
Views: 97
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن