[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې له افغانستانه پر حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندې کړي، نه دا چې د «رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستانه بهر مخالفو اشخاصو» پر څرګندونو قضاوت وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې له فغانستانه ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینټ سره وکتل.
ریچارد بینټ درې ورځې مخکې د بشري حقونو د څېړلو په موخه افغانستان ته راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې ریچارډ بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخې، ورکړل شوي ماموریت او کاري پلان په اړه د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات وړاندي کړل.
سرچینې لیکلي: «متقي له ریچارډ بینټ څخه وغوښتل چې باید پر حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندې کړي، نه دا چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول قضاوت وشي.»
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز متقي، ریچارډ بینټ ته د پوهاوي په پار د افغانانو د دیني، فرهنګي ارزښتونو او کلتوري ځانګړنو اړوند معلومات ورکړل؛ څو یې د راپور د چمتو کولو او څېړنو په وخت په پام کې ونیسي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، بینټ د ناستې په پای کې له متقي څخه مننه کړې چې د نوي حکومت په راتګ سره یې د مثبتو بدلونونو، فعلي وضعیت، بشري حقونو او د افغان ټولنې د عامه انځور اړوند مهم معلومات ورسره شریک کړل.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ریچارډ بینټ ژمنه وکړه چي راپور به یې پر حقایقو ولاړ وي.
[/restrict]
Views: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن