قلعهنو (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د بادغيس اوسېدونکي داسې مهال د قيصار- لامان حلقوي سړک د جوړېدو چارې د نه بشپړېدو له امله شکایت کوي چې حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي څو د یاد سړک جوړولو کارونه بېرته پیل کړي.

هغوی وایي، د دغه سړک جوړېدو کار د تېر نظام له پرځېدو وروسته درېدلی او تر اوسه یې د بیا پیل څرک نه لګېږي.

د قیصار – لامان حلقوي سړک د فاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ پیل او د بالامرغاب او مقر ولسوالیو، د بادغیس مرکز قلعه نو ښار او لامان درې په تېرېدو له هرات ولایت سره نښتی دی.

د بادغیس یو اوسېدونکی ګلاحمد د یاد سړک د جوړېدو چارې د درېدو له امله شکایت لري او وایي: «کلونه کېږي چې د دغه حلقوي سړک کار نه دی بشپړ شوی او ډېر شرکتونه راغلل او لاړل، خو یو هم نه دی توانېدلی چې د سړک کار تکمیل کړي. دا پروژه بشپړه فاسده ده؛ هر څوک راځي، پیسې یې مصرفوي او ځي.»

هغه زیاته کړه، د حلقوي سړک د خرابوالي له امله دوى اړ دي چې هرات ولايت ته غځېدلې یو ساعته لار په درېيو یا څلورو ورځو کې ووهي.

نوموړي له حکومته وغوښتل څو د یاد سړک جوړېدو کار دوام ته جدي پاملرنه وکړي او کار یې بېرته پیل کړي.

د بادغيس بل اوسېدونکى عبدالحميد هم د سړک د جوړېدو د کار له ځنډېدو شکايت لري او پر مخکنیو حکومتي چارواکو نيوکه کوي چې د یادې پروژې بشپړېدو ته يې پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «زموږ هیله همدا ده چې یو ښه سړک ولرو، سړک په ریښتیا هم ډېر خراب دی، له دولته غواړم چې د حلقوي سړک کار پیل کړي، ځکه موږ په په واقیعت سره له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

په ورته مهال، پر دغه سړک یو شمېر موټر چلوونکي هم د سړک پر خرابوالي نیوکه کوي او وايي چې د پروژې د نه بشپړېدو له امله د دوی د موټرو تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

یو موټر چلوونکی غلام رسول وایي، د یادې لارې د خرابوالي له امله ډېر کله د دوی موټر تخریب او استهلاک کېږي.

نوموړی له دولته هیله لري چې ۳۰ کیلومتره پاتې سړک هم قیر او ترمیم کړي، څو خلک په ځانګړې توګه ناروغ لرونکي په ارامه تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه: «۳۰ کیلومتره سړک تر اوسه خراب دی او ډېره برخه یې له سیند څخه تېرېږي چې که ونه رغول شي، خلک په ځانکړې توګه ناروغ لرونکي له ډېره ستونزو سره مخ کېږي، موږ له اسلامي امارته غواړو چې د هغه کار بیا پیل کړي.»

مولوي عبدالرحمن رحماني د باغیس د ټولګټو ریاست سرپرست وایي، د حلقوي سړک موضوع یې د هېواد له مشرانو سره شریکه کړې او هغوی هم د مرستې ژمنه کړې ده.

د مولوي رحماني په خبره، د دوی اداره هڅه کوي څو یاده ستونزه هواره او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وایي: «یو بدلون راغلی او طبعي ده چې دا ډول پروژې دریږي، موږ هڅه کوو چې د خدای د رضا لپاره خپلو خلکو ته خدمت وکړو او دا موضوع مو له مشرانو سره شریکه کړې او هغوی هم د مرستې ژمنه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د قیصار - لامان حلقوي سړک کار د مختلفو شرکتونو له خوا څلور ځلې پیل شو خو بیا هم نیمګړی پاتې دی.