لښکرګاه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يوه مور چې نږدې کال مخکې يې دوه ځوانان زامن هم په هوايي بريد کې له لاسه ورکړي، اوس په سخته بېوزلۍ کې د خپلو پاتې اتو اولادونو سرپرستي کوي.
د زرګرې په مستعار نوم یادې سپينسرې د پژواک خبريال ته د خپل ژوند له درده ډکه کيسه په داسې حال کې کوله چې کله کله به غریو ونیوه او خبرې به یې بندې شوې.
دغې مور – چې د سنګين ولسوالۍ بازار ته څېرمه اوسېږي – وویل: «خاوند مې څو کاله مخکې وفات شو، دوه ځوانان زامن مې په يوه ورځ په هوايي بريد کې شهيدان شول؛ دواړو ته مې کوژدې کړې وې، مېرمنې يې د پلرونو په کورونو پاتې شوې.»
هغې زیاته کړه چې اوس د خپلو پاتې دوو زامنو او شپږو لوڼو سرپرستي دا خپله کوي او له سخت اقتصادي حالت سره مخ ده.
د هغې په خبره: «یو زوی مې لس کلن او بل اته کلن دی، لوڼې مې تر هغو مشرانې دي، د بېوزلۍ له امله مې بچيان ښوونځي ته نه ځي، ژوند مو له سختو کړاوونو ډک دی.»
دې د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې ډېر وخت د خوراک لپاره څه نه وي او تش نس ويده کېږي.
یادې سپین سرې مور دغه راز وویل: «ولسوال ته مې د مرستې لپاره عريضه کړې، خو تر اوسه يې هيڅ مرسته نه ده راسره کړې.»
دې پر خيريه بنسټونو هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د مرستو په وېش کې عدالت په پام کې نه نیول کېږي.
هغې وویل: «مرستې مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي، زه ناروغه هم يم، خو څه وکړم مجبوري ده، د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره له خپل ماشوم زوی سره د ولسوالۍ مرکز او لرو پرتو سيمو ته ځم، که څوک مرسته راسره وکړي.»
د پژواک خبريال د يادې مور ستونزې له حکومتي مسوولينو سره شريکې کړې.
د سنګين ولسوال مولوي عبدالواسیع د يادې مور په اړه څه ونه ویل، خو زياته يې کړه چې مرستې په شفاف ډول وېشل کېږي او په وينا يې، له دې وروسته هم هڅه کوي چې مستحقې کورنۍ په نښه کړي او مرستې ورکړي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل: «اسلامي امارت ژمن دی چې د اړو کورنيو لاسنیوی او مرسته ورسره وکړي.»
ده وویل چې حکومت پخوا هم د بېوزلو کورنيو لاس نيولی او په راتلونکي کې به هم مرسته ورسره کوي.
د يادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلوېښت کلنې جګړې، په تېره بيا وروستيو شلو کلونو کې میلیونونه هېوادوال په يو ډول نه يو ډول زيانمن کړي او له سختو شرایطو سره یې مخ کړي دي.