ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د څه باندې ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ زره ټنه ممیز بهر ته صادر شوي

له کندهاره د څه باندې ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ زره ټنه ممیز بهر ته صادر شوي

author avatar
7 Jun 2022 - 15:52
له کندهاره د څه باندې ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ زره ټنه ممیز بهر ته صادر شوي
author avatar
7 Jun 2022 - 15:52

کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندهار سوداګرۍ خونه او د وچې مېوې سوداګر وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او یوازې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر کشمش/ممیز بهر ته صادر شوي دي.

د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د کندهار د وچې مېوې کیفیت ښه و او په بهر کې یې غوښتنه هم ډېره وه چې په همدې بنسټ له دغه ولایته د نورې وچې مېوې تر څنګ کشمش هم په ډېره اندازه بهر ته صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهار څخه د ۹۶ میلیونه ۴۱۶زره او ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۹زره ۶۲۴ ټنه کشمش بهر ته صادر شوي، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ۸۰ میلیونه ۵۲۱زره او ۴۳۶ ډالرو په ارزښت ۲۷زره ۶۶۴ ټنه کشمش بهر ته صادر شوي وو.»

نوموړی وايي، په دې توګه د کشمشو صادارت په دغه کال کې د تېر په پرتله د وزن له پلوه نږدې ۲زره ټنه او د ارزښت له پلوه ۱۶ میلیونه ډالر ډېروالی ښيي.

د بینا په خبره، د دغو کشمشو ډېره برخه هند، پاکستان او لږه برخه یې نورو هېوادونو ته صادر شوې ده.

د کندهار د وچې مېوې سوداګر هم وايي چې بهر ته د کشمشو د صادراتو له ډېروالي سره په کور دننه کشمش کم شوي او بیه یې هم لوړه شوې ده.

د کشمشو یوه سوداګر حاجي عزیزالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له کندهاره هند او پاکستان ته د کشمشو د صادراتو د ډېروالي یو لامل دا هم دی چې سږ کال ایراني کشمش دغو هېوادونو ته نه وو صادر شوي.

دی وايي، دا مهال په کندهار کې د یو من/۴،۵ کیلوګرامه ښو کشمشو بیه له ۱۰۰۰ تر ۱۱۰۰ افغانیو ده.

هغه زیاته کړه: «کشمش تېر کال ډېر ښه وو، په بهر کې یې تقاضا زیاته وه، زه خپله پاکستان ته کشمش صادروم نو سږ کال هلته ایراني کشمش ډېر نه وو وړل شوي، نو ځکه زموږ د کشمشو ډېره غوښتنه کېدله.»

د کشمشو یو بل سوداګر حاجي راز‌محمد بیا وایي، که د لارو ستونزې حل شي او اوسنی سرپرست حکومت له بهرنیو هېوادونو سره تړونونه وکړي، نو وچه مېوه به لا نور ارزښت پيدا کړي.

د هغه په خبره، سږ کال د کشمشو ترڅنګ نوره وچه مېوه هم ښه وه او ارزښت یې لوړ شوی و؛ خو د لارې په برخه کې لا هم ستونزې شته.

ده وویل: «سږ کال د صادراتو له پلوه تر ټولو ښه کال و، ځکه په سرایو کې کشمش بېخي خلاص شوي دي، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت د دنیاوالو سره قراردادونه وکړي چې زموږ مېوه نوره هم ښه بیه پیدا کړي او لا ډېره صادره شي.»

د کندهار بڼوال هم د انګورو او کشمشو له حاصلاتو خوښ دي او وايي، تېر کال د انګورو د ښه کیفیت له امله د کشمشو کیفیت هم ښه و.

د پنجوايي ولسوالۍ یوه بڼوال او د کشمشو سوداګر تاج الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال که څه هم په ډېرو سیمو کې جګړې وې او خلک خپلو باغونونو ته نه شو تلای، خو بیا هم د انګورو او کشمشو حاصلات د کیفیت له اړخه ډېر ښه و.

د ده په وینا، اوس چې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د کشمشو بیه یوه اندازه ورسره را ټيټه شوې ده او د یو کیلوګرام بیه یې ۲۰۰ افغانۍ ده؛ خو دا کشمش تر ټولو ښه کشمش نه دي.

هغه وايي: «سږ کال د کشمشو بیه ډېره ښه وه، خو اوس د افغانیو له لوړېدو سره یې بیه یوڅه کښته شوې ده، ما نن کشمش خرڅ کړل، یو من مې په ۸۴۵ افغانۍ ورکړل.»

دا په داسې حال کې ده چې بڼوال او د کشمشو سوداګر وایي، سږ کال د وچکالۍ او بادونو له امله په باغونو کې انګور کم شوي او ډېر رژېدلي دي چې کېدای شي پر حاصلاتو یې منفي اغېز وکړي.

Views: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.