ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پولیسو نوی یونیفورم معرفي شو او د وېش لړۍ یې پیل شوه

د پولیسو نوی یونیفورم معرفي شو او د وېش لړۍ یې پیل شوه

author avatar
8 Jun 2022 - 15:00
د پولیسو نوی یونیفورم معرفي شو او د وېش لړۍ یې پیل شوه
author avatar
8 Jun 2022 - 15:00

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): کورنیو چارو وزارت نن په یوه غونډه کې د پولیسو نوی یونیفورم معرفي کړ، ویې ویل چې واحد یونیفورم د نظم او ډسپلین ښکارندوی دی او د امنیتي پېښو په مهار کې هم مرسته کولای شي.

په تېر حکومت کې د پولیسو یونیفورم خام شین رنګ درلود، په یوه مټ به یې درې رنګه بیرغ او په بل به یې د کورنیو چارو وزارت نښان و، خو د نوي یونیفورم رنګ نصواري دی، په یوه مټ یې سپین بیرغ او په بل یې د کورنیو چارو وزارت نښان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن د پولیسو د نوي یونیفورم د پېژندنې او وېش په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د یو واحد او منل شوي یونیفورم درلودل د پولیسو د نظم او ډسپلین ښکاروندویي کوي او کولای شي د امنیتي پېښو په مهار کې هم ډېره مرسته وکړي.

ده وویل: «د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته د یونیفورم موضوع یو مهم کاري لومړیتوب و چې د وزارت د هلو ځلو او د امیرالمونین له منظورۍ وروسته موږ وتوانېدو یو ځانګړی یونیفورم وټاکو.»

ټکور وویل چې د یاد یونیفورم رنګ د افغانستان طبیعي موسم ته په کتو سره غوره شوی او د ګنډلو او اکمال چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري په کور دننه ترسره کېږي.

ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې دغه یونیفورم د پخواني یونیفورم په پرتله ۷۵ سلنه په ارزانه بیه جوړ شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس د نوي یونیفورم شل زره جوړې چمتو شوي او سر له نن څخه به یې په کابل او کندهار ولایتونو کې د وېش لړۍ پیل شي.

ده وویل چې په راتلونکو دوو اونیو کې به دغه شمېر سل زره جوړو ته لوړ شي او په نورو ولایتونو کې به هم ووېشل شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نور جلال جلالي هم په نننۍ غونډه کې خبرې وکړې، د یونیفورم مشخص کېدل یې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې موثر وبلل او زیاته یې کړه: «د پولیسو یونیفورم معلوم دی، اوس به هم د غله مخه نیول کېږي، هم د هغو کسانو چې غواړي امنیت اخلال کړي، زه باور لرم چې وروسته له دې به په کابل او نورو ولایتونو کې د غلاوو او نور جنایي پېښو کچه تر ډېره راکښته شي.»

دی وایي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې یا دغه یونیفورم نه کاروي او یا هم ترې ناوړه ګټه پورته کوي.

په تېر حکومت کې د پولیسو یونیفورم معلوم و او ټولو پولیسو کاراوه، خو د تېرې زمري میاشتې له تحول وروسته د کورنیو چارو اړوند ځواکونو تر اوسه بېلابېلې جامې اغوستې.

نوی یونیفورم په داسې حال کې معرفي شو چې له دې مخکې خلکو هم غوښتنه کوله چې د امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړی یونیفورم په پام کې ونیول شي.

Views: 1697

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.