ژبه

په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات ( پژواک، ۲۸ غبرګولى، ۱۴۰۱ ) د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند د نورک په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل دترافیکو مدیریت د حادثاتو امر قاري الیاس صدیق پژواک خبري آژانس ته وویل، چې نن ناوخته د نورک په سیمه کې د فیلډر او ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله پنځه تنه مړه شوي او یوتن ټپي دی.

نوموړي وايي، فیلډر موټر له کندهار څخه  د کابل او ټیلر موټر له کابل څخه دکندهار پر لوري روان وو، چې په یاده سیمه کې یې ټکر کړی دی.

صدیق وویل چې د پېښې مړه او ټپیان د کلات او شاه جوی روغتونونو ته انتقال شوي.

هغه د پیښې لامل په سیمه کې د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته کړ.

د شاه جوۍ ولسوالۍ دروغتون امر ډاکټر سید مبارک شاه پژواک ته وویل، چې دپیښې له سیمې څخه دوی ته درې جسدونه او یو ټپي  او د کلات روغتون ته دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نن هلمند ولایت کې هم د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي وو.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

ورته موضوع