ژبه

د ایراني پوځ یوه اف ۱۴ جېټ الوتکه راغورځېدلې ده

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د ایران پوځي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد یوه اف ۱۴جنګي الوتکه د تخنیکي عوارضو له امله غورځېدلې ده.

د صدا او سیما خبري اژانس د راپور  له مخې، په اصفهان ښار کې د ایراني پوځ د عمومي اړیکو مسوولینو ویلي چې دغه الوتکه تېره ورځ د یوه ماموریت ترسره کولو پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله په یاد ښار کې غورځېدلې ده.

سرچینه لیکي، د یادې الوتکې دوه پیلوټان توانېدلي چې د پراشوټ په وسیله ووځي او اوسمهال د درملنې لپاره د ایران یوه روغتون ته لېږدول شوي.

سرچینې د یادو پیلوټانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ایراني پوځ یوه اف ۷ جنګي الوتکه په اصفهان ښار کې غورځېدلې وه چې پکې دوه پیلوټان مړه شوي وو.

ورته موضوع