ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي هبت‌الله: سوداګر او پانګه‌وال دې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ لپاره رغنده ګامونه واخلي

مولوي هبت‌الله: سوداګر او پانګه‌وال دې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ لپاره رغنده ګامونه واخلي

author avatar
21 Jun 2022 - 00:32
مولوي هبت‌الله: سوداګر او پانګه‌وال دې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ لپاره رغنده ګامونه واخلي
author avatar
21 Jun 2022 - 00:32

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د سوداګرۍ او پانګونې او د کانونو او صنایعو خونو له ګډ پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخو کې رغنده ګامونه واخلي.

د کندهار ولایت مقام له خوا د غبرګولي  په ۳۰مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي نن د اسلامي امارت له مشر سره ولیدل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور، د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمدجان احمدي او د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا هم حضور درلود.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې عمومي رییس شېرباز کمین‌زاده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي خیرالدین مایل د مشرتابه له خوا سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ته پر ځانګړې پاملرنې او له هغه سره پر لېدو خوښي وښوده.

هغوی زیاته کړه، په دې لیدنه کې يې د خصوصي سکټور د پياوړتیا او شته ستونزو لرې کېدو په موخه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې، سوداګرو او صنعت‌کارانو ژمنه وکړه چې په خپله پانګه‌اچونه او صنعت کې به پراختیا راولي، څو افغانستان د اقتصاد په برخه کې پرمختګ وکړي.

د دې ترڅنګ په لیدنه کي د هېواد په کچه د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ بورډ غړي خیرګل افغان د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه ترتیب شوې هغه طرحه له شیخ هبت‌الله سره شریکه کړه چي د خصوصي سکټور په برخه کې ټولې ستونزې او حل‌لارې پکې په ګوته شوې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پلاوي د خبرو له اورېدو وروسته شیخ‌ هیبت‌الله د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د دې ترڅنګ د د کانونو او صنایعو خونې راغلي ګډ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي د افغانستان اسلامي امارت تل د سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه له یاد پلاوي وغوښتل، څو د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کې رغنده قدمونه واخلي؛ په هېواد کې دننه پانګه‌اچونه زیاته کړي څو خلګو ته کاري زمینه ډېره شي او هم د هېواد بیارغونې په برخه کې پوره هڅې وکړي.

Views: 2814

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.