[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان عدلیې وزارت په نهو میاشتو کې ۹۱ ټولنو او خیریه بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او له دې لارې یې ۸۷۵زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.
د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت په تېرو نهو میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جوازلیک صادر کړی چې له دې ډلې ۵۹ جوازلیکونه نوي او ۵ نور یې تمدید شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد وزارت ۲۷ تنو نورو غوښتونکو ته د ټولنې د فعالیت جوازلیک صادر کړی چې له ډلې یې ۲۵ جوازلیکونه نوي او ۲ نور يې تمدید شوي دي.
سرچینه زیاتوي: «د عدلیې وزارت په دې موده کې ټولنو او خیريه بنسټونو ته د فعالیت د ۹۱ جوازلیکونو له صادرولو څخه ۸۷۵ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحويل کړي دي».
د عدلیې وزارت د انسجام ریاست، په یاده موده کې د ټولنو او خیریه بنسټونو ۵۳ دفترونه او د هغوی کړنې څارلې او له ۴۰ ډېرې ټولنې او خیریه بنسټونه يې غېرفعال تثبیت کړي دي.
سرچینه لیکي: «دغه ریاست د ټولنو او خیریه بنسټونو د سندونو د پړاوونو د تېرولو په برخه کې هم یو لړ اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي چې له دې جملې څخه د خیریه بنسټ د جواز لیک د غوښتونکي له خوا د بانکي سټيټمنټ له ۲ میلیونه افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته راښکته کېدل، په دې اداره کې د ټولنو او خیریه بنسټونو د ثبت لپاره د یو منظم ډیټابېس جوړول او په حرفوي، صنفي او تخصصي برخو کې حقیقي اشخاصو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک ورکول یادولای شو.»
[/restrict]
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن