ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علماوو لويه غونډه: حکومت دې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو ته ځانګړی پام وکړي

د علماوو لويه غونډه: حکومت دې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو ته ځانګړی پام وکړي

author avatar
2 Jul 2022 - 18:51
د علماوو لويه غونډه: حکومت دې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو ته ځانګړی پام وکړي
author avatar
2 Jul 2022 - 18:51

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د علماوو غونډې ګډونوالو له حکومته ملاتړ وکړ او پرضد يې وسله وال مخالفت “بغاوت” وباله؛ د حکومت د رسمیت پېژندلو او د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړه او له حکومته يې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه لویه غونډه وړمه ورځ (پنجشنبه) د کابل د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه او نن تر ماسپښین وروسته نږدې پنځه بجې پای ته ورسېده.

د غونډې په پای کې ۱۱ ماده ييزه پرېکړه لیک په پښتو ژبه عبدالرحمن نيازي او په دري ژبه مولوي مجیب الرحمن انصاري ولوست.

د دغه پرېکړه لیک متن دا دی:

«دا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او په تاريخي لحاظ ديني علماء كرامو، متدينو قومي مشرانو، مخورو او مجاهدینو همېشه د هېواد په ازادی ساتنه، نظام سازۍ او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په دفاع کې اساسي نقش درلودلی. بناء په کابل کې دائره شوې د افغانستان د علماوو په لویه غونډه کې موږ ګډونوال علماء کرام او ولسي متنفذین چې شمېر مو (۴۵۹۵) ته رسيږي، خپل موقف د هېواد د موجوده اسلامي نظام او روان وضعیت په اړه په لاندې ډول اعلانوو:

اوله ماده: اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت او زموږ د مؤمن ولس همېشنۍ غوښتنه وه، تجربو ثابته کړې چې اسلامي نظام له ځان سره عدالت، امنیت، عزت او برکت راوړي، اسلامي نظام زموږ د جهاد او څه باندې څلورو لسيزو قربانيو، هجرتونو او مشقتونو ستر ارمان او هدف و، دا چې د الله تعالی په ځانګړي فضل په ګران هېواد افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، موږ یې نه یوازې کلک حمایت کوو، بلکې مرسته، دفاع او هر اړخیز ملاتړ يې د ټول ولس ديني او ملي وجيبه ګڼو.

دویمه ماده: موږ د افغانستان اسلامي امارت له زعيم اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده (حفظه الله) سره خپل بيعت يو ځل بيا تجديدوو او په کلکه يې ملاتړ کوو. نوموړی مو د افغانستان د شرعي حاکم او اسلامي امارت د امير په حيث منلی او منو يې، او له الله تعالی څخه ورته په ټولو ديني او دنيوي چارو کی توفیق غواړو.

درېیمه ماده: څرنګه چې اسلامي امارت د افغان ولس له متن څخه راپورته شوی او هيڅ بهرنی جهت د هغه په اقامه کې دخالت نه لري چې همدا یې د داخلي مشروعیت مؤثق دلیل دی. دغه راز یې په ټول هېواد کی سرتاسري امنيت تأمین کری، د قدرت جزیرې يې له منځه وړي، افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو ته متوجه ګواښونه يې  خنثی کړي، په حکومتدارۍ کې يې د فساد، غصب او اختلاس کلتور ختم کړی او په افغانستان کې يې يو مركزي واكمن نظام رامنځته کړی دی. د دې نظام تقويه نه يواځې د افغانستان او سيمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده، بناء د سیمې او نړۍ پر هېوادونو، په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو، بالخصوص اسلامي هېوادونو او سازمانونو باندې غږ کوو چې اسلامي امارت د يوه مشروع نظام په حیث په رسمیت وپېژني، مثبت تعامل ورسره وكړي، له افغانستان څخه ټول بنديزونه پورته، د افغان ولس کنګل شوې شتمنی ازاده او د هېواد په اقتصادي ترقۍ او بيارغونه کې زموږ د ملت ملاتړ وکړي.

څلورمه ماده: موږ د اسلامي امارت له لوري د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنيوي په اړه د صادر شوي فرمان کلک حمایت کوو.

پنځمه ماده: موږ د متقابل احترام او تعامل اصل ته په پام سره له ګاونډيو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د عدم مداخلې له سیاست او د هغوی پر خلاف د افغانستان خاورې د نه استعمال په اړه د اسلامي امارت له موقف څخه ملاتړ کوو. همدارنګه د بالمثل تعامل په اساس له ګاونډيو هېوادونو، سیمې او نړۍ څخه مطالبه لرو، چې دافغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي. او هيچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې په استفاده د افغانستان پر خلاف فعالیت وکړي.

شپږمه ماده: د افغانستان اسلامي امارت يو حاکم اسلامي نظام دی، چې په ټول هېواد سلطه لري. په هېواد کې يې امنیت او عدالت تأمين کړی دی. د دې نظام په وړاندې هر ډول مسلحانه مخالفت بغاوت او فساد في الارض ګڼل کېږي چې دفع کول يې په امارت او ملت واجب دي. همدارنګه د همدې حاکم اسلامي نظام هر نوع مخالفت چې له اسلامي شريعت او ملي منافعو سره په ټکر کې وي، فساد او ناروا عمل دی.

اوومه ماده: پر ملت غږ کوو چې د داعش په نوم فتنه ګر د دې عصر خوارج او باطله ډله ده چې زموږ په اسلامي هېواد کې فساد خپروي، د دوی سره هر قسم مرسته او تعلق شرعا ناروا عمل دی .

اتمه ماده: پر هغو علماوو چې د ټولنيزو رسنيو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلکو کې اختلافات او تشویشونه پيدا کېږي او په ملت کې د فتنې سبب ګرځي.

نهمه ماده: په اسلامي امارت غږ کوو چې عدالت، ديني او عصري تعلیم، صحت، زراعت، صنعت، د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې د اقليتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي.

لسمه ماده: موږ د اسلامي امارت په مشرتابه غږ کوو، چې خپل موجود وحدت نور هم مستحكم، ملي وحدت لا پیاوړی او ارضي تماميت وساتي. د ملي مصالحو په تحقق، د فقر او بېکاري په مخنيوي او د ولسي رفاه په لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

یوولسمه ماده: دا چې اسلامي امارت هېواد ته د بهر ته تللیو شخصيتونو د رابللو پروسه پيل کړې، موږ يې حمايت کوو. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هیڅوک باید دلته د پردیتوب احساس ونه کړي. له هېواده بهر شخصيتونو څخه مو غوښتنه دا ده چې رامنځته شوی وضعیت یو فرصت وبولي، خپل هېواد ته راستانه شي او د پرديو په لمسون د مغرضانه فعاليتونو څخه ډډه وکړي.»

[/restrict]

Views: 175

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.