ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند سیند کې د اوبو کمېدو د دغه ولایت خلک اندېښمن کړي

هلمند سیند کې د اوبو کمېدو د دغه ولایت خلک اندېښمن کړي

author avatar
9 Jul 2022 - 09:01
هلمند سیند کې د اوبو کمېدو د دغه ولایت خلک اندېښمن کړي
author avatar
9 Jul 2022 - 09:01

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند ولایت د بېلابېلو سيمو بزګر وايي چې د دغه ولایت په سیند کې اوبه کمې شوې او کښتونه يې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه ولایت د سیندیزې حوزې رییس هم وايي، سږ کال اوبه کمې شوې او له بزګرانو يې غوښتي چې د اوبو له بې ځایه مصرفه دې ډډه وکړي.

د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ د خلچ سيمې يوه بزګر عبدالعلي پژواک ته وویل چې اوبه ډېرې کمې شوې او کښتونه يې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې ځمکې يې د هلمند له سینده خړوبېږي، پخوا اوبه ډېرې وې خو سږنۍ سختې وچکالۍ خلک سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړي زياته کړه: «کروندګر اړ دي چې د خپلو کښتونو لپاره برمې (ژورې څاګانې) ووهي؛ ځکه که داسې ونه کړي، کښتونه به يې وچ شي.»

 د يادې ولسوالۍ د شنه کلي اوسېدونکي مجید‌خان هم له وچکالۍ او د اوبو له کمښته شکایت کوي.

د هغه په خبره چې که حکومت له بزګرانو سره مرسته ونه کړي، کېدای شي چې کښتونه وچ او سخت زیانمن شي.

بلخوا د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست په هلمند کې د اوبو د کمښت خبره مني خو له بزګرانو غواړي چې د اوبو په مصرف کې دې احتیاط وکړي.

د دغه ولایت د سینديزې حوزې رییس محمد یعقوب قایم وايي چې په کجکي بند کې اوبه کمې شوې دي.

ده وویل چې اوسمهال په هلمند سیند کې شته اوبه پر کروندګرو وېشل کېږي او هیله ده چې کښتونه له وچېدو وژغورل شي.

 قایم وویل: «هڅه کوو چې د بزګرانو ستونزې حل شي، رښتیا هم اوبه کمې شوې؛ ځکه سږ کال وچکاي هم ډېره ده.»

 قایم په هلمند کې له ټولو بزګرانو وغوښتل چې د اوبو په سپما کې ډېره هڅه وکړي او بېځایه یې ونه کاروي.

 د يادونې ده، له دې مخکې په لوګر، لغمان، میدان وردګ، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم بزګرانو د اوبو له کمښت څخه شکایتونه کړي دي.

Views: 150

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.