هرات ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): په هرات کې د خصوصي تحصیلي موسسو مسوولین وایي، خصوصي پوهنتونونه د محصلانو له کمښت سره مخ دي چې دې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
په تېرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې د خصوصي کېدو لړۍ د پام وړ چټکتیا درلوده.
دغه بهیر په هېواد کې د خصوصي لوړو زدهکړو موسسو په وده کې د پام وړ رول لوبولی او د دولتي پوهنتونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه هم د هېواد له مهمو مرکزونو او علمي بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
په هرات ښار کې د لوړو زدهکړو د یوې خصوصي موسسې رییس نعمتالله سروري پژواک ته وویل: «د کرونا ویروس خپرېدو له امله د مدرسو او پوهنتونونو رخصتيدل د خصوصي پوهنتونونو په کم رنګه کېدو کې منفي اغېز کړی دی.»
هغه زیاته کړه، د نوي نظام له راتلو او له هرات ولایته د ځينو استادانو او محصلانو په تللو سره، په یاد ولایت کې خصوصي پوهنتونونه د محصلانو له کمښت سره مخ شول او په راتلونکي کې د خپلو مرکزنو پایښت ته اندېښمن دي.
سروري وویل، اوسمهال خصوصي پوهنتونونه د محصلانو له کمښت سره مخ دي او نه شي کولی چې د استادانو تنخواګانې ورکړي او نورې اړتیاوې پوره کړي.
ده وویل: «په تېر کې د لوړو زدهکړو خصوصي موسسو په بشپړو تجهیزاتو او مجهزو ټولګیو زرګونه محصلان جذب کړي وو او محصلانو کولی شول چې په ځانګړو تخفیفونو سره دغو مراکزو کې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.»
په یاد ولایت کې د لوړو زدهکړو د یوې بلې خصوصي موسسې رییس محمدناصر رهیاب په خصوصي پوهنتونو کې د ستونزو د تایید ترڅنګ له پژواک سره په خبرو کې زیاته کړه: «موږ په یوه بېوزله ټولنه کې ژوند کوو چې د لوړو زدهکړو موسسې هم له ډېرو پراخو امکاناتو نه برخمنې نه دي.»
نوموړي وویل، د لوړو زدهکړو موسسې هڅه کوي، څو په ټولنه کې له راغلو ستونزو سره سره ځوانانو ته د علم او تحصیل زمینه برابره کړي.
خو دی وایي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې خصوصي پوهنتونونه د محصلانو له کمښت سره مخ دي.
په هرات کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې یوه غړي سلطان هروي هم پژواک ته وویل، له لوړو زدهکړو وزارت سره له ۱۰ تر ۱۱ خصوصي پوهنتونونه ثبت دي چې په دغه ولایت کې فعالیت لري.
د ده په خبره، د تېرو ۱۰ میاشتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د خصوصي بنسټونو ۴۰ سلنه محصلان کم شوي چې دغه بنسټونه یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
نورشاه چې په یوه خصوصي پوهنتون کې د درېیم سمستر محصل و او اوس یې تحصیل پریښی، پژواک ته وویل: «مخکې مې د دوکاندارۍ ترڅنګ عاید لږ ښه و، تحصیل مې کاوه او له څو میاشتو راهیسې د دوکان کرایه په ډېرو ستونزو پیدا کوم، څنګه درس ووایم؟»
دغه موضوع مو د هرات پوهنتون له رییس عبدالعزیز نعماني مخې ته کېښوده، خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په تېرو څو کلونو کې، د هېواد سلګونه زره وګړي توانېدلي چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې تعلیم او تحصیل وکړي او په ټول هېواد کې د سواد کچه د پام وړ لوړه شوې ده، خو په دې وروستیو کې دغه لړۍ له ستونزو سره مخ ده.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن