قلعۀنو (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د بادغیس اوسېدونکي د څاهګانو او ځمکې لاندې اوبو د کښته کېدو او وچېدو له امله اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې په خپلسري ډول د څاهګانو کېندلو او له اوبو څخه د بې کچې استفادې مخه ونیسي.
په بادغیس کې روان کال د بل هر وخت په پرتله د اوبو کمښت ډېر محسوسېږي؛ تر دې حده چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې خلک یو غړپ څښاک اوبو ته اړ دي.
پرلهپسې وچکالي، اقلیمي بدلونونه، د ځمکې لاندې اوبو بې اړتیا کارونه او د موسمي اورښتونو کموالی د دې لامل شوی چې اوبو ډېری څاهګانې وچې او یا یې د اوبو کچه ډېره ټيته شي.
د بادغیس خلک د خپلو څاهګانو وچېدو ته اندېښمن دي.
د قلعهنو ښار اوسېدونکي عبدالناصر انوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې د څښاک د اوبو ډېرې څاهګانې وچې شوې دي او خلک اړ دي څو ژورې څاهګانې وکیندي.
هغه د خلکو له خوا په خپلسرې توګه د څاهګانو کيندل او د اوبو بې اړتیا کارونه د اوبو کچې د ټيټېدو اصلي لاملونه بولي او وایي، د دې ترڅنګ چې خلکو ته باید تبلیغ وشي څو له اوبو څخه بې اړتیا او ناعادلانه استفاده ونه کړي؛ د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټیټه شوې، باید د ژورو څاهګانو له کیندلو هم مخنیوی وشي.
خو عبدالناصر وړاندیز کوي: «دولت باید د بندونو په جوړولو او د غرونو په لمنو کې د ډنډونو په کېندلو سره د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د ځمکې لاندې اوبو په زیاتولو کې مرسته وکړي.»
د بادغيس يو بل اوسېدونکى احمدشاه هم له اوبو زياته استفاده ناورین رامنځته کوونکی بولي او وايي، په بادغيس کې د ځمکې پر سر او ځمکې لاندې اوبه په شدت سره مخ پر کمېدو دي.
هغه زیاته کړه، په سیمه کې یې د اوبو کچه ټیټه شوې او که په همدې ډول دوام ولري، څو کاله وروسته به خلک د اوبو نشتوالي له امله اړ شي چې خپلې سیمې پرېږدي.
احمد شاه وایي: «دولت باید د اوبو د بې کچې او بې اړتیا استفادې مخه ونیسي، باید په خپلسري ډول د څاهګانو کیندلو مخنیوی وکړي او د اوبو د کنټرول لپاره یو منظم سیستم جوړ کړي.»
د کارپوهانو اندېښنې
د بادغیس پوهنتون استاد شمسالحق شمس وویل، د اقلیم بدلون، پرلهپسې وچکالۍ، د اورښتونو په ځانګړې توګه د واورې کمښت، د خلکو او د اوبو د تصفیې شرکتونو له خوا له اوبو بېځایه او خپلسري ګټه اخیستنه، دغه ولایت د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړی دی.
د سرچينې په وينا، د دغه بهیر دوام به ډېر ژر يو ناورين رامنځته کړي.
د اوبو د زیاتې استفادې، د ژورو څاهګانو د کیندلو مخنیوی، د اوبو د کوچنیو ډنډونو کیندل او د اوبو راګرځولو د لویو بندونو جوړول هغه حل لارې دي چې استاد شمس د اوبو د بحران د مخنیوي لپاره وړاندیز کړل.
د هغه په خبره: «د اوبو د تصفیه کولو شرکتونو او د ژورو څاهګانو کيندلو تر ځمکې لاندې اوبو ته تر ټولو ډېر زيان اړولى او دولت بايد د دغه ډول کړنو مخنیوی وکړي.»
د مسوولینو ځواب
له دې ټولو سره سره، د مرغاب د سیندیزې حوزې رییس امامالدین ترابي هم تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کمښت تاییدوي او وايي، یوازې سږ کال د قلعهنو ښار په ناحیو کې تر ځمکې لاندې اوبه له ۳ تر ۴ مترو ټیټې شوې دي.
ترابي وايي، که څه هم چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره پلانونه لري، خو اسلامي امارت دومره بودجه نه لري چې د ځمکې لاندې اوبو د ښه کولو او د کمښت مخنیوي لپاره یې کار وکړي.
هغه هيله لري چې کافي اندازه بودجه په واک کې ورکړل شي، څو وکولای شي چې لږ تر لږه د چکډیمونو په جوړولو سره د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي.
نوموړی زیاتوي: «له بدهمرغه چې سږ کال په بادغیس ولایت کې د اوبو کچه ډېره راټیټه شوې او ښایي د روان کال تر پایه دغه ستونزه نوره هم ډېره شي، موږ ټولو اړوندو ادارو ته مکتوب ورکړی چې له اوبو د زیاتې استفادې مخنیوی وکړي او له دې وروسته هر هغه شرکت چې غواړي اوبه تصفیه کړي، باید جواز ترلاسه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په قلعهنو ښار کې سطحي او تر ځمکې لاندې اوبه تروې دي او د اوبو د تصفیې لپاره ګڼ شرکتونه تر ځمکې لاندې اوبه راباسي.
که څه هم دوی له دې لارې خلکو ته خوږې اوبه وړاندې کوي، خو د دغه ښار د ځمکې لاندې اوبو کچې ته یې نه جبرانیدونکی زیان اړولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP