Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چارو اداره: د دولتي کارمندانو بهرني سفرونه باید د ریاست الوزراء په موافقې ترسره شي

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د چارو اداره وایي، دولتي کارمندان باید له دې وروسته د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سفر تایید او خپل اړین اسناد د ریاست الوزراء مقام ته د موافقې لپاره وړاندې کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، نن د بهرنیو اړیکو د چارو انسجام ریاست او د چارو ادارې عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست ترمنځ، د مختلفو وزارتونو له استازو سره د دولتي کارمندانو د بهرنیو سفرونو د ستونزو هواري په موخه ناسته وشوه.

سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې د چارو عمومي ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالباقي منصور وویل، اسلامي امارت د دولتي ادارو د ستونزو د هواري هڅه کوي او ټولې دولتي ادارې باید د خپلو ستونزو د حل کولو په موخه له یو بل سره په اړیکه کې وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې د چارو عمومي ادارې د بهرنیو اړیکو د انسجام رییس مولوي احمدالله امین هم ویلي چې سفر کوونکی کارمند باید خپل وړاندیز د سفر لپاره د ټولو اړینو اسنادو له چمتو کولو او د سفر د نوعیت او موخې واضحه کولو او د بهرنیو چارو وزارت له تاییدي وروسته، د موافقې لپاره د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

سرچینې لیکلي، دغه‌راز په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې اړوند وزارتونه دې د رسمي سفرونو له ترسره کېدو وروسته دې د ریاست الوزرا مقام ته د خپل سفر ټول راپور وړاندې کړي او د سفر موخو او لاسته راوړنو په اړه دې معلومات ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.