ژبه

د بریتانیا ملکه الیزابت دویمه، د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه

اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱) : د بریتانیا ملکه الیزابیت دویمه، له ۷۰ کلونو بادشاهۍ وروسته د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه.

په لندن کې د بریتانیا شاهي کورنۍ د  وږي په ۱۷مه، د شپې ناوخته اعلان وکړ چې ملکې په سکاټلینډ کې د بلمورل په ماڼۍ کې سترګې پټې کړې ،چیرې چې به هغې معمولا د اوړي موسم تیروله.

تر دې مخکې پرون خبر ورکړل شوی و، چې د ملکې صحت خراب شوی او د شاهي کورنۍ اکثره غړي یې خواته ورغلي وو.

د ملکې له مړینې وروسته، د بریتانیې د شاهي قانون له مخې د هغې ۷۳ کلن زوی چارلس د تاج مستحق کیږي، خو په رسمي ډول د هغه پاچا کېدل ممکن میاشتې وخت ونیسي. دا معلومه نه ده چې ایا هغه به ځان ته د پاچا دریېم چارلس یا کوم بل نوم غوره کړي.

ملکې الیزابیت په خپل ژوند کې ډيرې جګړې ولیدلې. هغې د شهزادګۍ په توګه خپله لومړنۍ وینا،  د ۱۴ کلونو په عمر په ۱۹۴۰ کال کې خپور کړ. په دې وینا کې هغې د جګړې له امله کډه شویو ماشومانو ته د خواخوږي پیغام ورکړی و.

ملکه الیزابیت په ۱۹۵۲ کال کې د خپل پلار جورج شپږم له مړینې وروسته د ۲۵ کلنۍ په عمر پر تخت کښیناسته. هغې واک ته له رسېدو وړاندې د اډینبورګ له ډیوک شهزاده فیلیپ سره واده کړی و، او له هغه څخه څلور زامن لري.

شهزاده فیلیپ په ۲۰۲۱ کال کې د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.