ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت د امنیتي کسانو د سيرت او صورت پر اصلاح  ټینګار وکړ

ملي دفاع وزارت د امنیتي کسانو د سيرت او صورت پر اصلاح ټینګار وکړ

author avatar
25 Sep 2022 - 07:32
ملي دفاع وزارت د امنیتي کسانو د سيرت او صورت پر اصلاح  ټینګار وکړ
author avatar
25 Sep 2022 - 07:32

اټلانټا (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وايي چې د لوی درستیز مرستیال په مشرۍ د امنيت او حمايې لوا کې اصلاحي غونډه جوړه شوه چې په کې امنیتي سرتېرو ته د خپل صورت او سیرت جوړولو سپارښتنه وشوه.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان “صديق” د ستر درستيز د امنيت او حمايې لوا د جزوتامونو له مسوولینو او مجاهدینو سره په اصلاحي غونډه کې ګډون وکړ او امنیتي سرتېرو ته د توصيې ترڅنک یې ورته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د سيرت او صورت جوړولو سپارښتنه وکړه او د مشرانو د حکمونو پر اطاعت یې ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو ریيس مولوي نور محمد “متوکل” هم د مجاهدينو د سيرت او څېرې پر اصلاح او د اميرالمؤمنين د سپارښتنو او ارشاداتو پر عملي کولو ټينګار وکړ.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.