[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د افریقایي هېواد صومالیا په مرکزي ښار «بلد وین» کې د درېيو ځانمرګو موټربم بریدونو له امله د یو شمېر دولتي چارواکو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، دوه بریدونه یو په بل پسې وشول او درېیم یې لږ روسته وشو؛ لومړي بریدونه د «لاما-ګالای» پوځ مرکز په نښه کړی دی، په دغه مرکز کې د سیمهییز حکومت ادارې هم فعالیت کوي.
د امریکا غږ د خبر له مخې، په وژل شوو کې د «حیران» سیمې مرستیال والي ابوکر شیخ مادي او د روغتیا وزیر محمداحمد هم شامل دي.
د پولیسو یو مشر محمدمعلم علي ویلي چې ایالتي وزیران او کمېشنران هم په وژل شوو کې شامل دي.
د هغه په وینا، بریدګرو خپل له چاودېدونکو توګو ډک موټر د دوشبنې په ورځ د یوې ولسوالۍ ودانۍ نږدې وچول.
«بلد وین» د صومالیا له مرکز موګادېشو څخه ۳۰۰ کیلومیتره لرې دی. عیني شاهدان وايي چې له دویم ځانمرګي برید وروسته یوه بله کوچنۍ چاودنه هم شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي چې چاودنې لویې وې او ډېرې ودانۍ یې ورانې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو مسوولیت د الشباب ډلې اخیستی دی؛ دا ډله چې له القاعده سره تړلې ده، له شاوخوا ۱۵ کلونو راهيسې د صومالیا له حکومت سره په جګړه بوخته ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP