کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کندهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۳۵ کلن زوی له دې امله وژلی چې د هغه د دویم واده مخنیوی یې کاوه.
د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه تېره شپه د ډنډ ولسوالۍ په رواڼي کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د ډنډ ولسوالۍ په رواڼي کلي کې تېره شپه یوه پلار خپل زوی وژلی؛ ځکه د هغه د دویم واده مخنیوی یې کاوه، دغه کس د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی دی.»
د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي هم وایي چې له دې پېښې خبر شوي او د زوی له وژلو وروسته پلار نیول شوی دی.
د دې ولسوالۍ د رواڼي کلي یوه اوسېدونکي احمدنبي پژواک ته وویل، د دوی کلي ته څېرمه یوه کس د خپل زوی سر له دې امله پرې کړی او وژلی چې د هغه د دویم واده مخالفت یې کاوه.
ده زیاته کړه: «د دغو کسانو په اړه ډېر معلومات نه لرم، خو دغه کس غوښتل دویم واده وکړي، زوی یې مخالفت کړی، نو ځکه يې پلار جنجال ورسره کړی او هغه یې وژلی دی.»
دوې اوونۍ مخکې هم د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار خپل درې زامن وژلي وو.
چارواکو هغه مهال ویلي وو چې دغه کس عصبي ناروغي لرله نو ځکه یې خپل درې زامن وژلي خو په خپله د وژل شوو ماشومان پلار ویلي وو چې خپل زامن یې د اقتصادي ستونزو له امله وژلي دي.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن