ترینکوټ (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د اروزګان اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې د ناامنیو او جګړو په پلمه د اروزګان- کندهار لارې جوړولو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ وې، خو اوس چې امنیت ټینګ شوی باید دا مهمه لار جوړه شي.
د اروزګان- کندهار لار چې شاوخوا ۱۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۴ کیلومتره یې د اروزګان او پاتې نوره یې د کندهار اړوند ده چې د دغه ولایت له شاولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو تېره شوې او تر کندهار ښاره غځېدلې ده.
په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله د دغې لارې د جوړېدو په موخه بودجې منظورې شوې، ان درې ځله یې د قیر کولو چارې هم پیل شوې خو هر ځل د ناامنیو او سختو جګړو له امله له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.
د سړک د خرابوالي، بندښت، جګړو او ماینونو له امله خلک اړ وو په ډېر کړاو پر فرعي لارو کندهار ته تګ راتګ وکړي.
که څه هم یوه نیمه لسیزه مخکې د دغې لارې یوه برخه د اروزګان له مرکز ترینکوټ څخه تر تنابجوی سیمې جوړه شوه، خو ناامنیو او سېلابونو بېرته خرابه کړه او پلونه یې ویجاړ کړل.
اوس چې امنیت ټینګ شوی، خلک یو ځل بیا د دغې لارې د جوړولو غوښتنه کوي او وايي چې نور باید له دغه کړاوه خلاص شي.
د اروزګان- کندهار لارې یوه مسافر پهلوان پژواک خبري اژانس ته وویل، مسوولین دې د دې لارې د جوړولو غم وخوري، ځکه کلونه کېږي چې مسافر ورباندې په ډېر کړاو او ستونزو تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه، اوس خو د ناامنۍ پلمه درېدلې او امنیت ټینګ شوی دی، په کار ده چې د لارې د بیارغونې چاري په اساسي توګه پيل شي او هغه پلچکونه هم جوړ شي چې د ژمي په موسم کې ورباندې اوبه راځي او لاره خرابوي.
جلیل احمد چې له کلونو راهیسې پر دې لار موټر چلوي او مسافر لېږدوي وايي، د تېر حکومت چارواکو څو ځله د دې لارې د جوړولو ژمنې وکړې خو تر پایه عملي نه شوې، اوس چې نوی حکومت راغلی، هم دا ژمنې تکرارېږي خو په عمل کې هیڅ هم نشته.
هغه زیاته کړه، یو کال مخکې چارواکو د یادې لارې کنډ او کپر برخې جوړې کړې، خو دا چې اساسي نه وې جوړې شوې، اورښتونو او سېلابونو بېرته ویجاړې کړې.
دی وايي، په لنډمهالې توګه د لارې رغول هغوی له ستونزو نه شي خلاصولای، ځکه د لارې په اوږدو کې په ګڼو ځایونو کې سېلابونه راوځي او رغول شوي ځایونه بېرته ویجاړوي.
نوموړی له اوسنیو چارواکو غوښتنه کوي چې د دغې لارې د اساسي جوړولو غم وخوري.
بلخوا په اروزګان کې د یوه ساختماني شرکت مسوول وايي، د یادې لارې د جوړولو هڅې يې پيل کړې دي، څو تر یوه حده د مسافرو او موټرچلوونکو ستونزې حل کړي.
د حاجي بورجان په نوم دغه کس پژواک اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د خپل یوه لوډر، مالې او درېیو مزدا موټرو په وسیله د لارې د هوارولو او تخریب شوو ځایونو د ډکولو په موخه لاس په کار شوی دی.
هغه زیاته کړه، دا هڅه یې په راتلونکي ژمي کې له ستونزو د مسافرو د ژغورلو په موخه پیل کړې، خو په دې برخه کې باید دولتي ادارې، سوداګر او عام خلک هم مرسته وکړي.
د دې ترڅنګ د اروزګان ولایتي مسوولینو هم په لنډمهالې توګه د دغې لارې د ترمیم چارې پیل کړې دي.
د اروزګان والي مولوي محمد علي جان احمد وايي، د لارې د لنډمهالي ترمیم چارې یې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست په امکاناتو پیل کړې دي چې په لړ کې به یې ۳۴ کیلومتره برخه کنډ او کپر ځایونه ورغول شي.
هغه زیاتوي، په دې توګه به په راتلونکي ژمي کې د سړک د لا نور ویجاړېدو مخنیوی وشي.
دی هم وايي چې دغه چاره خلک په دایمي توګه له ستونزو نشي خلاصولای خو هڅې روانې دي څو دغه لاره په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
د ده په خبره، د کندهار له مسوولینو سره په ګډه د بودجې پیدا کولو په هڅه کې ده څو هر څه ژر د دغې لارې د جوړولو چارې پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP