Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

غزني (پژواک، ۱ لړم ۱۴۰۱): د غزني د خوګیاڼو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي له سلو ډېر کلي لري چې زرګونه خلک په کې ژوند کوي، خو یوازې د هلکانو درې ښوونځي په کې شته چې هغه هم په وروستیو درېیو کلونو کې جوړ شوي او تر اوسه ودانۍ نه لري.

دوی د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځيو او د پوهنې په برخه کې د معیاري خدماتو غوښتنه کوي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه سپین ږیري خدای‌نور پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولسوالي غزني ښار ته نږدې خواره او غرنۍ ولسوالي ده چې له کلونو راهیسې له پامه غورځول شوې ده.

دی وايي، په یادې ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ راهیسې د ښوونځیو دروازې تړل شوې او څو نسله یې د پوهې له رڼا لرې په تیارو کې ساتل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «خوګیاڼو ولسوالۍ ته پخوانیو او اوسنیو ټولو حکومتونه توجه نه ده کړې، تېر شل کلونه په دې ولسوالۍ کې سختې جګړې وې، یو ښوونځی هم په کې نه و، بیا په ۹۷ او ۹۸ لمریز کلونو کې قومي مشرانو د مکتبونو غوښتنه وکړه او تېر حکومت د طالبانو له اجازې وروسته دلته درې ښوونځي جوړ کړل.»

د ده په خبره، د یادې ولسوالۍ د ډېرو اوسېدونکو ژوند د ناپوهۍ په تیارو کې تېر شو، خو نه غواړي د اولادونو برخلیک یې د دوی په څېر شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو لپاره ښوونځي جوړ شي او د پوهنې په برخه کې دې معیاري خدمات ورته وړاندې شي.

یوه بل قومي مشر حاجي سلطان‌شاه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټولې ولسوالۍ لپاره درې ښوونځي- چې هغه هم یوازې د هلکانو لپاره دي- هیڅ بسنه نه کوي، باید هلکانو او نجونو ته له اړتیا سره سم په ټولو کلیو کې ښوونځي جوړ شي.

هغه زیاته کړه: «د ټولې ولسوالۍ لپاره یوازې درې ښوونځي کفایت نه کوي، ځکه په لرو ساحو کې دي او ماشومان شاوخوا څلور ساعته یوازې ښوونځي ته په تګ راتګ تېروي.»

دغه‌راز ده یادونه وکړه چې دغه ښوونځي ودانۍ نه لري، درسي کتابونه او مسلکي ښوونکي هم نشته، باید غم یې وخوړل شي.

په خپله ګڼ شمېر زده‌کوونکي هم وايي، هره ورځ اړ دي دوه ساعته مزل وکړي څو ښوونځي ته ځانونه ورسوي او بېرته باید دوه ساعته مزل وکړي چې کورونو ته ستانه شي.

د شپږم ټولګي یوه زده‌کوونکي حسن‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسوالۍ له شېخ اکا کلي بیا د غریب کلا تر ښوونځي پر بایسکل په دوو ساعتونو کې رسېږي، خو هغه هلکان چې پلي ځي نو درې یا څلور ساعته مزل کوي.

هغه زیاته کړه: «د یادې شوې ستونزې ترڅنګ مو ښوونکي مسلکي نه دي، له شپږم ټولګي فارغ شوي او له مجبوریته د ښوونکو په توګه ګومارل شوي دي؛ ښوونځی مو ودانۍ نه لري، مناسب چاپېریال او د څښاک اوبه نشته، درسي کتابونه او نور درسي مواد نه لرو.»

دی غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت یې باید یادې ستونزې حل کړي څو وکولای شي په معیاري توګه زده‌کړې وکړي.

د غزني د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ښوونیز بهیر له خنډونو سره مخ دی؛ خو ژمنه کوي چې په دې او نورو ټولو محرومو ولسوالیو کې به د ښوونیز بهیر ښه کولو ته پاملرنه کوي.

د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول شفیق‌الله قاري‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل: «رښتیا هم خوګیاڼو ولسوالۍ د تعليم په برخه کې شا ته پاتې ده چې لامل يې جګړې او د تېر حکومت نه پاملرنه وه، خو موږ ټولې ستونزې له مرکز سره شریکې کړې څو د دې ولسوالۍ ښوونیز بهیر ته پاملرنه ډېره شي.»

دا یوازې د خوګیاڼو ولسوالي نه ده چې د پوهنې بهیر په کې ټکنی دی، بلکې د یاد ولایت ټولې لرې ولسوالۍ له ورته ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.