اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوالې شورا د افغانستان او نیوزلینډ لوبډلو په اړه تازه اروزنه کړې او د انګلیستان پر وړاندې یې د افغان لوبډلې ښې وړتیا ښودو ته په اشاره ویلي چې د افغان لوبډلې سپېنرانو پر وړاندې به نیوزلینډ ښه لوبه ونه شي کړای.
خو دغه راز په ارزونه کې دا هم راغلي چې افغان لوبغاړي د تېز توپ اچوونکو پر وړاندې تر اوسه ښه نه دي لوبېدلې نو ښايي د نیوزلینډ تېز توپ اچوونکي ورته یو څه ستونزې جوړې کړي.

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه له نیوزلینډ سره نن د اسټرالیا په میلبورن ښار کې ترسره کوي.
د دوولسو غوره لوبډلو په ګډون د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په اسټرالیا کې روانې دي. د دې سیالیو په لړ کې افغانستان د چهارشنبې په ورځ خپله دویمه لوبه له نیوزیلینډ سره کوي.
د کرکټ نړۍوالې شورا په یوه راپور کې د دواړو لوبډلو ارزونه شوې ده.
په راپور کې راغلي، افغانستان به پر خپلو سپېنرانو یا ورو توپ اچوونکو تکیه کوي، په داسې حال کې چې نیوزیلینډ په دې برخه کې ستونزې لري.
سرچینې زیاته کړې، د محمدنبي په مشرۍ نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې پیل ښه نه و او د انګلیستان پر وړاندې یې ځکه خپله لومړۍ لوبه وبایله چې توپوهونکو یې خپله وړتیا ونه ښوده او ټوله لوبډله یې تر ۱۱۲ منډو پورې محدوده شوه.

خو د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي، په یاده لوبه کې افغان توپ اچوونکو له ځانه ښه وړتیا وښوده او د انګلیستان توپوهونکي یې له ستونزو سره مخ کړل او په اسانه یې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای.
په دویمه لوبه کې به هم افغانستان ډېره تکیه پر ورو توپ اچوونکو کوي، په داسې حال کې چې د نیویلینډ توپوهونکي د تېز توپ اچوونکو پر خلاف ښه لوبېږي .
سرچینې زیاته کړې: «افغان سپېنران به نیوزیلینډي توپوهونکي له سترو ننګونو سره مخ کړي.»
د یادونې ده، د نړۍوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډله د سوېلي افریقا پر وړاندې په ۹۸ منډو وسوځېده او ډېر لوبغاړي یې د سپېنرانو له خوا و سوځول شول.
دې ستونزې ته په کتو د نیوزیلینډ لوبغاړي باید د محمدنبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ پر وړاندې ډېر محتاط و اوسي.
د کرکټ نړۍوالې شورا اروزنې په راپور کې راغلي چې یادو درېیو افغان سپېنرانو د انګلیستان پر وړاندې په ګډه درې لوبغاړي وسوځول او د منډو اوسط یې هم پنځه و.
خو د نیوزیلینډ لوبډله به ځکه د افغانستان پر وړاندې په لوړ مورال میدان ته کوزېږي چې خپل ګاونډي او نړۍوال جام کوربه هېواد اسټرالیا ته یې په لومړۍ لوبه کې ستره ماتې ورکړه.
مهم لوبغاړي

د نیوزیلینډ ډیوان کانوای: کانوای له تېرې څه مودې راهیسې په دوامداره توګه ښه لوبېږي؛ هغه د ۵۷ منډو په اوسط سره ۱۰۳۳ منډې کړې دې، تازه یې د اسټرالیا پر وړاندې تېره لوبه کې ۹۲ ناسوځېدلې منډې کړې دي.
د افغانستان محمدنبي: افغان لوبډلمشر د خپلې لوبډلې لپاره ډېر مهم دی؛ هغه د ښه توپ اچوونکي ترڅنګ د اړتیا پر مهال ډېره ښه توپوهنه کوي او ستر شاټونه وهي؛ که څه هم د انګلیستان پر وړاندې یې ښه توپوهنه ونه کړه، خو په توپ اچونه کې بیا ښه وځلېد؛ په درې اورونو کې یې ۱۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
خو محمد نبي د افغانستان په تمریناتي لوبو کې ښه وځلېد، په یوه کې یې ۴۱ او بله کې یې ۵۱ منډې جوړې کړې.
د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې افغان توپوهونکي د سترو لوبډلو او تېز توپ اچوونکو پر وړاندې د لوبې ښه ریکارډ نه لري، د دې امکان شته چې نیوزیلینډي تېز توپ اچوونکی فرګوسن څو ویکټې ترلاسه کړي.
هغه تر اوسه په شل اووریزو نړۍوالو لوبو کې د ۱۶ منډو په اوسط ۳۳ لوبغاړي سوځولي او د منډو اوسط یې ۶،۸۴ دی.
راشد خان:

دا مهمه نه ده چې د چا پر وړاندې لوبه ده، خو د راشد خان شتون اړین او مهم دی، دا افغان سپېنر د دې وړتیا لري چې د هرې لوبډلې بیټینګ تباه او برباد کړي. هغه تر اوسه په شل اووریزو نړۍوالو لوبو کې ۱۱۹ لوبغاړي سوځولي او د ویکټو اخیستلو اوسط یې ۱۴،۲۳ دی.
افغان لوبډلمشر محمد نبي له لوبې مخکې رسنیو ته ویلي چې بشپړ چمتووالی لري او هڅه به کوي چې لوبډله یې ښه لوبه وکړي.
هغه زیاته کړه، که لومړی یې توپوهنه وکړه، نو هڅه به کوي چې تر ۱۵۰ زیاتې منډې جوړې کړي، بیا یې توپوهونکي د دې وړتیا لري چې له خپلو منډو دفاع وکړي.
د کرکټ د نړۍوالې شورا د وړاندوینې له مخې، د نیوزیلینډ لوبډله به پر لاندې لوبغاړو مشتمله وي:
ډیوان کانوای، فین الین، کین ویلیمسون، ګلین فلیپس، مارک چاپمین، جیمز نیشان، سټنر، ټیم سوټي، ایش سودهي، لوکي فرګوسن او ټرین بولټ.
د افغانستان لوبډله:
حضرت الله ځاځی، رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، نجیبالله ځدراڼ، محمدنبي، عظمتالله عمرزی، راشد خان، مجیبالرحمن، فریداحمد ملک او فضلالحق فاروقي.
خو د کرکټ افغان مینهوال بیا غوښتنه کوي چې د حضرتالله ځاځي او عظمتالله عمرزي پر ځای دې نورو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.