مهترلام، لښکرګاه (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د لغمان د ترافيکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د یوه صرف موټر د چپه کېدو په پېښه کې اووه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د ترافيکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل: «د دولتشاه ولسوالۍ اړوند کیل سیمه کې نن سهار اته بجې د یو صرف موټر د اوښتو له امله د دوو ډاکټرانو په ګډون اووه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.»
هغه وویل چې په مړو شوو کسانو کې د یوې ډاکټرې په ګډون څلور ښځې هم شاملې دي.
ده زیاته کړه: «پېښه د لارې خرابوالي او موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له خوا د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.»
د یو بل خبر له مخې، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د دغه ولایت په مربوطاتو کې اته ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې درې کسان مړه او څلور ټپيان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض نن (د لړم ۱۴مه) پژواک ته د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د د غه ولایت په مربوطاتو کې اته ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن