Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۱۵ زره سوالګر ټول شوي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۴مې پورې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۵ زره او ۸۳۸ سوالګر ټول کړي او دا لړۍ روانه ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (د لړم ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د سوالګرو ټولولو کمېټې له لوري د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۴مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۵ زره ۸۳۸ سوالګر راټول شوي دي.»

دغه اداره وایي، د ټول شوو سوالګرو له ډلې ۹۵۹۵ ښځې دي چې له ارزونې وروسته ۳۶۴۲  مستحقې او ۵۹۵۳ نورې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

یادې ادارې دغه راز ويلي، په ټول شوو سوالګرو کې ۱۴۶۷ سړي دي چې له ارزونې وروسته ۵۲۳ مستحق ګڼل شوي او ۹۴۴ نور حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.

دغه راز یاده اداره زیاتوي، په ټول شوو کسانو کې ۴۷۷۶ ماشومان دي چې له دې جملې ۱۹۹۵ مستحق، ۲۷۲۵ نور حرفوي او ۵۶ یې بې سرپرسته ماشومان دي.

سرچینې ویلي، بې‌سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده‌کړو زمینه هم برابرېږي.

د سرچینې په خبره، له مستحقو سوالګرو سره بیا د «افغانستان اسلامي امارت» له لوري دوامداره نغدي مرسته کېږي.

د سوالګرو ټولولو بهیر د روان ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۲۲مه د «افغانستان اسلامي امارت» د مشرتابه د حکم پر بنسټ د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري د لومړي ځل لپاره په کابل کې پیل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.