لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سرکار سيمه کې د سردار ګلمحمد خان صنتعي ښارګوټي کې د پنبې پروسس او غوړیو د تولید یوې نوې فابریکې فعالیت پيل کړ.
د یادې فابريکې مشر حاجي غلاممحمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «دلته مې ۷۲ میلیون افغانۍ پانګونه کړې او شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»
ده زیاته کړه، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ ټنه دانهداره پنبه پروسس کوي او مالوچ، کنجاره، غوړي او صابون ترې جوړوي.
د هلمند د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوول غلام يحیی پښتون هم پژواک ته وويل، ډېری سوداګرو اوس په دغه ولایت کې پانګونه کړې او د صنعت برخه اوس د ودې په حال کې ده .
په دې فابریکه کې په کار بوخت کسان هم خوښ دي او وايي، ښه ده چې په خپل ولایت کې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
نصیراحمد وايي، مخکي بېکاره و، اوس په دې فابريکه کې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP