ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه لومړی ځل قزاقستان ته بیسکېټ صادر شول

له افغانستانه لومړی ځل قزاقستان ته بیسکېټ صادر شول

author avatar
28 Nov 2022 - 17:37
له افغانستانه لومړی ځل قزاقستان ته بیسکېټ صادر شول
author avatar
28 Nov 2022 - 17:37

مزارشریف (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ له مرکز مزارشریف څخه د یوې شخصي فابریکې تولید شوي بیسکېټ د حیرتان بندر له لارې قزاقستان ته صادر شول.

د الله شکور قناعت‌بخش تولیدي شرکت ريیس الله شکور قناعت‌بخش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې فابریکې تولید څلور ټنه بیسکېټ یې د حیرتان بندر له لارې قزاقستان هېودا ته صادر کړي دي.

هغه وايي، هڅه کوي چې دغه محصولات نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.

نوموړي بهر ته د افغانستان د کورنیو تولیداتو لېږد د افغانستان د اقتصادي ودې او په بهر کې د افغاني تولیداتو د پراختیا لپاره اغېزناک وباله.

په همدې حال کې د بلخ سوداګرۍ خونې ریاست اجرائیه امر احمدشکیب اکبري د یاد شرکت هڅې ستایي او هیله‌مندي ښيي چې د دغو صادراتو پیل به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د بازار لپاره لا ډېر باور او ارزښت پیدا کړي.

د يادونې ده، د الله شکور قناعت‌بخش تولیدي شرکت د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې شپږ سوه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.