کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د نشهیي توکو دوه «قاچاقبران» له یوه اندازه نشهیي توکو او شاوخوا ۱.۲ میلیون کلدارو سره نیولي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې د دغې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت، د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند په پلچرخي سیمه کې د نشهیې توکو دوه قاچاقبران ونیول.
دی وایي چې یادو کسانو غوښتل دغه نشهیي توکي په یو کرولا ډوله موټر کې له ننګرهار څخه کابل ته ولېږدوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو قاچاقکوونکو څخه ۱۱ کیلوګرام هیروین، ۱۱ لکه او ۲۷ زره کلدارې او ۲۹ زره افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
دی وایي چې د یادو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.