ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتيا ریاست: په هلمند کې ۲۱۳ روغتيايي مرکزونه ودانۍ نه لري

روغتيا ریاست: په هلمند کې ۲۱۳ روغتيايي مرکزونه ودانۍ نه لري

author avatar
8 Dec 2022 - 15:27
روغتيا ریاست: په هلمند کې ۲۱۳ روغتيايي مرکزونه ودانۍ نه لري
author avatar
8 Dec 2022 - 15:27

لښکرګاه ( پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د مساحت او خلکو د شمېر په پرتله، د روغتيايي مرکزونو شمېر کم دی.

د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست مسوولین د خلکو نیوکې پرځای ګڼي، خو وايي شته روغتیايي مرکزونه د پخوانۍ سرشمېرنې له مخې جوړ شوي او په وینا يې په داسې حال کې چې اوسمهال په دغه ولایت کې د نفوسو شمېر ډېر زیات شوی دی.

د موسی کلا ولسوالۍ د «ګل کارېز» اوسېدونکی سیدولي وايي، دوی د ولسوالۍ په کچه یوازې یو مرکزي روغتون لري او ادعا کوي چې دا د ټولو خلکو لپاره بسنه نه کوي.

دی وايي، اوس د موسی کلا ډېری ناروغان ولایتي روغتون ته مراجعه کوي چې ځينې وخت ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی زیاتوي: «هلمند د مساحت او نفوس له پلوه د ټول هېواد په کچه لوی دی او باید حکومت دلته په هره برخه کې په ځانګړې توګه روغتيا برخه کې خدمات د همدې دوو ټکیو په پام کې نیولو سره وکړي.»

سیدولي له حکومته غواړي چې په هلمند کې دې له سره سرشمېرنه وکړي او خلکو ته دې روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د یاد ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د لکي سیمې اوسېدونکي اجمل هم وویل، په ټوله ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز لري او په وینا يې ډېری خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره د لښګرکاه ولایتي روغتون او یا کندهار ته انتقالوي.

ده وویل، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او نورو سیمو ته د ناروغ انتقالول، ډېر لګښت ته اړتیا لري چې په وینا يې ډېری خلک يې توان نه لري.

نوموړي هم له حکومته غوښتنه وکړه چې سیمې ته دې د روغتیا وزارت یو با صلاحیته پلاوی واستوي او د دغه ولایت مساحت او د خلکو شمېر ته په پام سره روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

دغه راز د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي اوسېدونکي هم پژواک ته وویل: «موږ په خپله ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز لرو او هلته هم د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره وي نو موږ مجبورېږو چې خپل ناروغان لښکرګاه ته انتقال کړو.»

بل خوا د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي، په ټول ولایت کې شاوخوا ۲۵۶ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې په کې سیار روغتونونه هم شامل دي.

دی زیاته کړه، یوازې ۴۳ روغتیايي مرکزونه ودانۍ لري او پاتې نور يې يا سیار روغتونونه دي او یا په نورو دولتي ودانیو او کرايي کورونو کې خدمات وړاندې کوي.

ده د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې هلمند د مساحت او نفوس له پلوه لوی ولایت دی، خو په وینا يې روغتيايي خدمات د پخوانی سروې له مخې وړاندې کيږي او همدا لامل دی چې د شته نفوس لپاره کافي نه دي.

نوموړي وویل، دغه موضوع يې له وزارت سره شریکه کړې او هیله ده چې د حل لپاره يې اقدام وشي.

د یادونې وړده چې په هېواد کې د څه باندې څلور لسیزو جګړو له امله د روغتيایي مرکزونو په ګډون بېلابېل تاسیسات ویجاړ شوي چې بېرته جوړېدل يې ډېر وخت او لګښت ته اړتيا لري.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.