مهترلام (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې نن پر یوه کور د تندر لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د الینګار په نورلام درې په مچ کلا کې شوې ده.
ده زیاته کړه، د یادې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي چې درې ښځې هم په کې شاملې دي.
بلخوا د دغه ولایت روغتيايي سرچینې د ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.
د لغمان ولایتي روغتون رییس ډاکټر پایندهمحمد سهاک پژواک ته وویل، د تندر لوېدو له امله دغه روغتون ته شپږ ټپيان وروړل شوي وو چې په وینا يې، روغتيايي وضعيت يې نازک و او د درملنې په موخه يې کابل ته لېږلي دي.
Views: 759
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن