ژبه

هرات کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

هرات ښار (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې نن سهار په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې دوه وسله‌وال غله ووژل شول.

د هرات استخباراتو ریاست ویاند ثابت هروي له پژواک سره په خبرو کې د یاد خبر د تایید ترڅنګ وویل، دوه وسله‌وال غله چې له څو ورځو راهیسې د استخباراتو تر څارنې لاندې وو، د هرات ښار  پنځمې ناحیې د باغ‌دشت ساحه کې ووژل شول.

د هروي په خبره چې یاد دوه کسان د غلا پر مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي خو امنیتي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د باغ‌دشت سیمې اوسېدونکي د غلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له یاد اقدامه هرکلی کوي.

د باغ‌دشت سیمې یوه اوسېدونکي عزیزاحمد پژواک ته وویل چې غلو له پوهنتونه کور ته پر لاره ترې کمپیوټر او موبایل وړي دي.

هغه د امنیتي ځواکونو له اقداماتو د مننې ترڅنګ د یاد ولایت د استخباراتو له ریاست او امنیې قوماندانۍ وغوښتل چې د غلو پر وړاندې له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

د یادونې ده، امنیتي ځواکونو یو غلای شوی موټرسایکل او یوه تومانچه هم ترلاسه کړي دي.