ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو لسو میاشتو کې د ډبرو سکرو ګمرکي محصول له درکه نږدې ۱۳ میلیارد افغانۍ عواید ټول شوي

تېرو لسو میاشتو کې د ډبرو سکرو ګمرکي محصول له درکه نږدې ۱۳ میلیارد افغانۍ عواید ټول شوي

author avatar
25 Feb 2023 - 13:27
تېرو لسو میاشتو کې د ډبرو سکرو ګمرکي محصول له درکه نږدې ۱۳ میلیارد افغانۍ عواید ټول شوي
author avatar
25 Feb 2023 - 13:27

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر او د ګمرکي محصول له درکه یې له ۱۲ میلیارد افغانیو ډېر عواید ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

یاد وزارت نن د کب په ۶مه له خپلې ټویټرپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې چې له یوې خوا یې د ډبرو سکرو پر صادراتو مثبت اغېز کړی او له بل لوري یې د تېر کال په پرتله د ډبرو سکرو ګمرکي عواید هم فوق‌العاده لوړ کړي دي.»

سرچینې لیکلي، د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواده شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي وو چې له درکه یې ۱ میلیارد او ۸۹۳ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه شوي وو.

د سرچینې په خبره، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي چې له درکه یې ۱۲ میلیارد او ۸۰۸ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول راټول شوی چې دغه رقم د تېر کال په پرتله ۱۰ میلیارد او ۲۵۰ میلیون افغانۍ زیاتوالی ښیي.

سرچینه کاږي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د تورخم په سرحدي ګمرک کې ډبرو سکرو ته د صادرولو اجازه ورکړه چې پخوا یې پر دې لاره اجازه نه درلوده؛ دغه‌راز یې په دغه ګمرک کې ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته کړل چې په پایله کې یې د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي مثبت اغېز وکړ.

اوس‌مهال د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي چې د صادراتو ورځنۍ کچه یې له ۱۳ تر ۱۵ زره ټنه ده، خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه موده مخکې ویلي و چې هڅې روانې دي له ایران سره هم د ډبرو سکرو صادراتو هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

د مالیې وزارت د روانۍ کب میاشتې په لومړۍ ویلي و چې د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې یې په لومړي ځل د مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارد افغانۍ له ګمرکونو راټولې کړې دي.

یاد وزارت ویلي و چې له دې مخکې د هېواد ګمرکونو کلني عواید له ۷۲ میلیارد افغانیو لوړ شوي نه دي.

Views: 202

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.