ژبه

امریکایي جنرال: داعش ښایي په راتلونکي کې د امریکا ګټې په نښه کړي

اټلانټا (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۱)‎: د امریکا یو لوړپوړی پوځي قوماندان وایي چې داعش ښايي په راتلونکي کې له افغانستانه د امریکا او متحدینو ګټې په نښه کړي خو اسلامي امارت دا خبره ردوي.

د ازادي راډیو د خبر له مخې، په منځني ختیځ کې د امریکا جګپوړي قوماندان مایکل کوریلا ویلي، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې ده، تر راتلونکو شپږو میاشتو ښايي وتوانېږي د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ګټې په نښه کړي او بریدونه وکړي.

هغه پرون د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د سنا امنیتي کمېټې ته ویلي، د داعش ډله به په اروپا او سیا کې په ډېرې چټکۍ د عملیاتو ترسره کولو وړتیا پيدا کړي خو وايي چې په نږدې راتلونکي کې پر امریکا برید نه شي کولای.

جنرال مایکل ویلي: «دا به د داعش لپاره خورا ستونزمنه وي چې زموږ په هېواد کې عملیات ترسره کړي.»

خو نوموړي د داعش له خوا له دغه هېواده بهر د امریکايي اتباعو ژوند ته د ګواښ په اړه هم اشاره کړې، ویلي یې دي: «زما د قوماندانانو ارزونه دا ده چې داعش کولای شي بریدونه وکړي؛ پرته له کومې خبرتیا به په شپږو میاشتو کې د امریکا یا غربي هېوادونو پر ضد زموږ له خاورې بهر د پولې په اوږدو کې عملیات ترسره کړي، خو دا به د داعش لپاره خورا ستونزمنه وي چې زموږ په هېواد کې دننه عملیات ترسره کړي.»

جنرال کوریلا ټینګار وکړ چې سلګونه زره امریکايي اتباع به چې په بهر کې ژوند کوي، له بریدونو سره مخ شي.

د هغه په وینا، له افغانستانه بهر د داعش خراسان څانګې بریدونو مخنیوي لپاره په افغانستان کې د دې ډلې پر ضد د عملیاتو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

خو د افغانستان اسلامي امارت د نوموړي دا څرګندونې نه مني.

د امارت  ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، امریکا په ورته څرګندونو کې په یو شکل داعش ته کمپاین کوي.

هغه ازادي راډيو ته ویلي: «موږ دا ادعاوې ردوو؛ افغانستان نور د هیچا لپاره داسې ځای نه دی چې له دې ځایه چا ته کوم ګواښ وي او یا هم ورته کومه ستونزه رامنځته کړي؛ دا اوس داعش په افغانستان کې د نابودۍ په حالت کې دی او ډېرې شدیدې ضربې یې ولیدې او پر دې نړۍ پوهېږي؛ زما په نظر د امریکا نظامي مسوولینو ورته څرګندونې په یو شکل کمپاین دی، د داعش لپاره.»