Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تېرې شپې زلزله؛ بدخشان کې یو کس ټپي شوی او ۵۰ کورونه تخریب شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲ ): د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله ۵۰ کورونه قسمي تخریب شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د سه‌شنبې شپه شاوخوا ۰۹:۱۷ یوې زورورې زلزلې کابل او یو شمېر ولایتونه ولړزول.

د امریکا د زلزلې سنجونې مرکز ویلي، دا زلزله د ریښتر په کچه ۶.۵ درجې وه او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې و.

د بدخشان طبیعي پیښو ته د رسېدنې رییس مولوي محمداکرم اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې زلزلې له امله د کشم ولسوالۍ په «دره جیم» کلي کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې یو کس ټپي شوى دى.

نوموړی همداراز وايي، د دې زلزلې له امله په جرم، کران و منجان، کشم، یاوان ولسوالیو او د بدخشان په ځینو نورو سیمو کې ۵۰ کورونه یو څه تخریب شوي دي.

خو هغه زیاتوي، دا شمېرې نهايي نه دي او اټکل یې کېږي له یادې شمېرې ډېر زیانونه اوښتي وي چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.