[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې له سرپرست حکومت څخه غوښتي دي چې په کابل کې نیول شوي د بشري حقونو ښځینه مدافعین خوشې کړي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم ویلي چې یو شمېر ښځینه فعالانې چې څو ورځې مخکې یې د نجونو د زده کړو په ملاتړ کابل کې لاریون کړی و، د امنیتي ځواکونو نیول شوې دي.
د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تر یاد لاریون ورروسته فاطمه محمدي، رقیه ساعی، نرګس سادات ، ملالۍ هاشمي او یو شمېر نورې ښځې نیول شوې .
سرچینې ددې ښځینه فعالانو نیول غندلي او ددوی د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي :“ افغان میرمنې حتی په ډیرو سختو شرایطو کې دومره زړورې دي چې غلي کیدل او ډارول یې ناممکن دي، او دوی د خپلو حقوقو لپاره غږ پورته کوي.
یادې کمیټې ویلي، زده کړو او کار ته لاسرسی د بشر له اساسي حقونو څخه دي له بده مرغه ښځې له دغو بنسټیزو حقونو څخه محرومه ساتلو سره راتلونکي نسل ته ستر زیان رسیږي.
د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې له نړۍوالې ټولنې غوښتي دي څو د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار راوړي چې نیول شوې ښځې خوشې او په راتلونکي کې له دې کار څخه ډډه وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ددې ښځو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بنیټ هم د مسوولینو لخوا د څو تنو نیول شوو معترضو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
هغه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، څو تنې معترضي ښځې چې په افغانستان کې د نجونو د متوسطه ښوونځيو بندېدو په غبرګون کې سوله ییز اعتراض کړی و، د امنیتي کسانو لخوا نیول شوي دي.
بنیټ زیاته کړې چې د راپورنو له مخې فاطمه محمدي، ملالۍ هاشمي، او روقیه ساعي چې په کابل کې د وړمې ورځې اعتراضیه حرکت کې ګډون کړی و، نیول شوي او اوس مهال په بند کې دي.
هغه زیاته کړې: “زه له کوم قید او شرط پرته د هغوی د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کوم.”
یو شمېر معترضې ښځې چې پرون یکشنبه یې د کابل ښار لوېدیځه څنډه د «پل سوخته، دشت برچي» سیمې مربوطاتو کې لاریون وکړ ، «تحصیل زموږ حق دی»، «پرېږدی چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي» او «تحصیل زموږ سره کرښه ده» شعارونه یې ورکول.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت پر افغانستان تر بیا حاکمیت وروسته، د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر «امرثاني» و ځنډول او همدارنګه یې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې هم په پوهنتونونو کې تر «امرثاني» پوري له تحصیل څخه منع کړې چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.
[/restrict]
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن