غزني (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د کابل- کندهار پر لویهلار د ټولګټو چارو وزارت له لوري د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې چې ۸ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
د غزني د ټولګټو چارو رییس ملا محبالله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد پُل د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند په ناني بازار سیمه کې د کابل- کندهار پر عمومي لار جوړېږي.
هغه زیاته کړه، یاد پُل د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی و چې اوس د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۸ میلیون افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «دغه پُل د ۵۰ متره اوږدوالي او دواړو غاړو ته د پلې لارو ترڅنګ د ۹ متره سور په لرلو څلورو خواوو ته د څلور متره په جګوالي شل- شل متره وینګ والونه ولري، څو د سېلاب اوبه یوه او بله خوا ویجاړه نه کړي؛ دغهراز د اوبو لاندې طرف ته درې زینې- یوه د یونیم متر او دوې نورې د شپږ مترو په پلنوالي- جوړېږي څو د اوبو سرعت کم کړي.»
هغه وايي، د پله جوړولو چارې یوه شرکت ته په قرارداد ورکول شوې چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې به بشپړې شي.
د عباس په خبره، د پله له جوړېدو سره به هغه ستونزې حل شي چې مخکې خلک د اورښتونو او سېلابونو راوتلو پر مهال ورسره مخ وو.
هغه وویل، تېر کال د یاد پله د ویجاړتیا له امله سېلابونو د سیمې د ډېرو اوسېدونکو کرنیزې ځمکې، باغونه، کورونه او دوکانونه له منځه وړي وو؛ که سږ کال یې د جوړولو چارې نه وای پیل شوې نو نه یوازې د کابل- کندهار لار به یې پرې کړې وای، بلکې د تېر کال په څېر به یې خلکو ته بیا زیانونه اړولي وو.
د سیمې اوسېدونکي، د لارې موټرچلوونکي او مسافر خوښ دي چې د یاد مهم پل د جوړولو کار پیل شوی دی.
د ناني سیمې یوه قومي مشر انجنیر غلاممحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه پله د خرابوالي له امله هم د سیمې اوسېدونکي او هم د لویېلارو مسافر زیانمن کېدل، خو خوښ دی چې اوس یې د جوړولو چارې پيل شوې.
هغه غوښتنه وکړه چې پل دې په معیاري ډول جوړ شي او مسوولین دې یې په منظم ډول د جوړېدو له چارو څارنه وکړي.
د یادونې ده، د یاد سړک اړوند ډېر نور پلونه او پلچکونه هم د تېرو جګړو او چاودنو له امله ویجاړ شوي چې اوس جدي رغولو ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP