Language

د پاکستان د هوایي ځواک افسر او د پروېز مشرف پیلوټ وژل شوی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): د پاکستان د هوایي ځواک لوړپوړی افسر او د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف پیلوټ په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د اختر په دویمه ورځ، د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ کې شوې ده.

ځایي مسوولینو ویلي، ډګرمن مقرب خان د لکي مروت په خویېدادخېلو سیمه کې پخپله حجره کې له خلکو سره اختر مبارکي کوله چې د نامعلومو وسله‌والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د هغه کورنۍ وایي چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري.

د نوموړي وراره انعام‌الله امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي، مقرب خان د اختر مبارکۍ لپاره په حجره کې ناست و چې مخ‌پټي کسان ورغلل او پر هغه یې ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

بلخوا د پاکستان تحریک طالبان یا ټي‌ټي‌پي د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې پخوانی ولسمشر پروېز مشرف د پاکستان د پوځ مشر و، نو مقرب خان د هغه د ځانګړې الوتکې پیلوټ و؛ دغه‌راز نوموړي د استخباراتي ادارې (ای‌ایس‌ای) د یوه مشر د پیلوټ په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د یادونې ده، تېره میاشت په لکي مروت کې د اقبال مومند په نامه د پولیسو یو مشهور افسرهم وژل شوی و.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.