ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد او ځینو ولسوالیو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد او ځینو ولسوالیو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول

author avatar
3 Jun 2023 - 17:05
د بدخشان په مرکز فیض‌اباد او ځینو ولسوالیو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول
author avatar
3 Jun 2023 - 17:05

فیض‌اباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بدخشان د اطلاعات او کلتور ریاست  د بدخشان د خپرندویو ټولنو په همکارۍ د یاد ولایت په مرکز فیض‌اباد او څلورو ولسوالیو کې د «خلق انگیزۀ جامعه به کتاب‌خوانی» تر نامه لاندې د کتاب دوه ورځنۍ نندارتون جوړ کړ.

د بدخشان د اطلاعات او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي: «بدخشان یو کلتوري ولایت دی او خلک یې له کتاب سره ملګري دي او موږ د اطلاعات او کلتور وزارت د مقام د هدایت او د بدخشان د فرهنګیانو او خپرندویانو د غوښتنې پر اساس د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.»

نوموړي زیاته کړه، دغه نندارتون د فیض‌اباد ښار ترڅنګ په کشم، ارګو، بهارک او نسي درواز ولسوالیو کې د کتاب نړۍوالې اونۍ په مناسبت جوړ شوی چې خلکو او ځوانانو په ډېرې لېوالتیا له یادو نندارتونونو لیدنه کړې او د خپلې خوښې کتابونه پيري.

هغه زیاتوي چې په بدخشان کې د مطالعې وضعیت ښه دی او یاد ریاست هڅه کوي څو د مطالعې کلتور هېر نه شي، له همدې امله د بدخشان په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شوي دي.

هغه د یاد پروګرام جوړول د علم او پوهې دودولو او د ناپوهۍ د نه منلو لپاره یو مکانیزم بولي.

د فیض‌اباد ښار یو کتاب پلورونکی احمد نبیل قاضي‌زاده وایي چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې لېوالتیا شتون لري او د بدخشان سلګونو خلکو او ځوانانو له یاد نندارتونه لیدنه وکړه او کوي یي.

هغه زیاتوي: «د کرونا له ویروس وروسته د ټولنې د نورو سکټورونو ترڅنګ د چاپ او خپرندویو ټولنو بازار او د مطالعې کلتور هم زیانمن شول چې د یاد نندارتون یوه موخه فرهنګیانو او ځوانانو ته د انګېزې پیدا کول دي څو وکولای شو له دې لارې د مطالعې فرهنګ د ځوانانو ترمنځ چې د ټولنې متحرکه ځواک دی، بنسټیز کړو.»

هغه له حکومته غواړي چې تحصیل کړو ځوانانو ته په بنسټونو کې کاري زمینې د هغوی د تحصیلي رشتو پر اساس برابرې کړي څو بهر ته د ځوانانو له تېښتې مخنیوی وشي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم بیا پرانیستل شي.

احمد واسع چې له یاد نندارتونه یې لیدنه کړې، په مرکز او ولسوالیو کې هم مهاله د کتاب نندارتون د جوړولو د هرکلي ترڅنګ وایي چې د یادو پروګرامونو برابرول د مطالعې په مخ لار پرانیستې ساتي او ځوانان کولای شي مهمې او د خوښې وړ سرچینې ډېر ژر په یاد نندارتون کې ترلاسه کړي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.