ژبه

دوو ولایتونو کې له څه باندې لس‌زره کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په لوګر او پکتيکا کې له څه باندې لس زره بې‌وزلو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د خوړو نړیوال پروګرام/WFP  له لوري د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۲زره او دوه سوه بې‌وزلو او اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نائب خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۷۰۰ بې‌وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع