کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په فوټبال سیالیو کې د ګډون په موخه قرغزستان ته رسېدلې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي، د فوټبال ملي لوبډله تېره شپه ناوخته د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې د ګډون په موخه د قرغزستان پلازمېنې بشکیک ته رسېدلې ده.
د معلوماتو له مخې، دوه ورځې وروسته به د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په فوټبال سیالیو کې لومړۍ لوبه له قرغزستان سره وکړي.
دغهراز افغانستان په یادو سیالیو کې له ایران او قرغزستان سره په ګروپ کې دی.
د یادونې ده، د فوټبال ملي لوبډله څو ورځې مخکې د منځنۍ اسیا فوټبال سیالیو ته د چمتووالي په موخه سعودي عربستان ته تللې وه او هلته يې تمريناتي کمپ ترسره کړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن