غزني ښار (پژواک، د غبرګولي ۲۰ مه ۱۴۰۲): د غزني اندړو ولسوالۍ اړوند سردې بند کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ځوان نذیراحمد نومېده او د غزني ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکی و.
هغه وايي چې نذيراحمد تېره ورځ له خپلو ملګرو سره یوځای دغه بند ته د چکر لپاره تللی و چې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې د نوموړي جسد پرون له اوبو را ایستل شوى او ټاکل شوې چې نن خاورو ته وسپارل شي.
د سیمهییزو مسوولینو په وینا، دا په تېر یوه ماشت کې دویم کس دی چې دغه بند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د غزني چارواکو په وار وار له خلکو غوښتنه کړې چې په ډېرو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.
د سردې بند د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ګرمۍ په موسم کې ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان د لامبو وهلو لپاره ورځي.
Views: 346
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن