فراه (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند مفتي محمدداوود اقدسي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو نن د خاکسفید ولسوالۍ په جیجي کلي کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې کارخونه کې ۱۲۵۰ کیلوګرام اومان، ۴۰ لېتره تېل، یو ماشین، یوه ژرنده او یوه تله ترلاسه شوي دي.
نوموړي دغه راز وویل چې د یادې کارخونې په تړاو یې څلور کسان هم نیولي او څېړنې ترې روانې دي.
د یادونې ده، په هېواد کې د هر ډول نشهيي توکو پر کرکیله، قاچاق او راکړه ورکړه بندیز لګېدلی دی.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن