کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د جودو ملي فدراسیون وایي، د قزاقستان په کوربهتوب د جودو نړۍوالو سیالیو کې پنځه افغان جودوکارانو هم ګډون کړى دی.
د یاد فدراسیون رییس ذبیحالله نظري پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ نن (د جون ۱۴مه) په قزاقستان کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې پورې به دوام ولري.
هغه وویل، په یادو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۴۳ هېوادونو څخه ۳۴۴ د جودو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
نوموړی وایي، په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه تېره شپه پنځه افغان جودوکاران، یو روزونکی او یو پلاوى قزاقستان هېواد ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له یادو سیالیو مخکې د تاجکستان په کوربهتوب د جودو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه افغان ورزشکارانو ته د دغه هېواد ویزې نه وې ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP