Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا: تېرو دوو میاشتو کې مو افغانستان کې څه باندې ۱۷.۵ میلیون کسانو ته بشری خدمات وړاندې کړي

کابل (پژواک، ۲۶ جوزا ۱۴۰۲): د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږِۍ دفتر (اوچا) په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې څه باندې ۱۷.۵میلیون کسانو ته د بشري خدمتونو له وړاندې کولو خبر ورکوي وايي، په غور او دایکنډي کې یې د بشري مرستو لړۍ بېرته پیل کړې ده.

د اقتصاد وزارت په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف پرون په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له مشرې ایزابل موسارد سره کتلي دي.

سرچينه ليکي، په دې کتنه کې ازابل د دغه سازمان له لارې د بشري مرستو د وېش په برخه کې د یاد وزارت له لوري ‎د لازمو اسانتياوو له برابرولو خوښي څرګنده کړې او ويلي یې دي ‎چې دغه سازمان په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۷.۵ ميليون اړمنو کسانو ته بشري خدمات وړاندې کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې نوموړې دغه‌راز د یادې ادارې د سږني پلان په اړه معلومات ورکړل او په غور او دايکنډي ولايتونو کې یې د اوچا له لوري د بشري مرستو د بېرته پیل خبر هم ورکړی دی.‎

سرچينې زیاته کړې، د اقتصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د دغه سازمان له فعاليتونو د مننې ترڅنګ ويلي چې په موجود وضعیت کې له شک پرته بشري مرستو د افغانستان د خلکو لپاره مهم رول لوبولى دى.

حنيف دغه‌راز وويلِ چې نړۍوال سازمانونه بايد په افغانستان کې بنسټيزو کارونو او پراختيايي پروژو ته هم پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.