کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وایي، د دغه هېواد اوسني چارواکي د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي، خو ا.ا دا راپور ناسم بولي وایي، څرګندونې یې د افغانستان له وضعیت سره تطابق نه کوي.
یوناما نن د روان ۲۰۲۳م کال په (می او جون) میاشتو کې افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت په اړه راپور خپور کړی.
په دغه راپور کې راغلي، یوناما داسي بېلګې ثبت کړي چې په هغه کې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو د ګرځېدو او کار په تړاو لګېدلو محدودیتونو په اړه عملي اقدامات کړي.
سرچینې د بیلګې په توګه لیکلي چې د تېرې مې میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل په هوایي ډګر کې امنیتي کسانو د یوي نړۍوالې انجو دوې افغان ښځېنه کارکوونکې له دې امله ونیولې چې له محرم پرته یې سفر کاوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP