کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار ښاروالۍ له خوا د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
دغه سړک د کندهار ښار دویمې ناحيې اړوند د نورزو شاه برج سیمه کې په اساسي ډول جوړېږي.
د کندهار ښاروال نعمتالله حسین د دغه سړک جوړولو کار پيلېدو مراسمو کې وویل: «پر دغه سړک ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي، نور کار یې خلاص شوی، اوس یې د ډامبر کار پيل شو چې دا به هم په نږدې دوو اونیو کې پای ته ورسېږي.»
هغه زیاته کړه، د دغه سړک جوړولو کار له شاوخوا ۱۴ میاشتو راهیسې روان و چې نن يې د پخولو کار پيل شو.
هغه وویل، د سږ کال لپاره د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۳۱ لویي پروژې روانې دي چې د سړکونو رغونه، د چریو، استنادي دېوالونو، سولري څراغونه او د پلې لارو جوړول او نور په کې شامل دي.