ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال په ټول هېواد کې د عشر او زکات له درکه یو میلیارد افغانۍ راټولې شوې

تېر کال په ټول هېواد کې د عشر او زکات له درکه یو میلیارد افغانۍ راټولې شوې

author avatar
26 Jul 2023 - 17:13
تېر کال په ټول هېواد کې د عشر او زکات له درکه یو میلیارد افغانۍ راټولې شوې
author avatar
26 Jul 2023 - 17:13

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي چې تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ د عشر او زکات له درکه راټولې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولینو د زمري په ۴مه په کابل کې د یاد وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو یو کلن راپور او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي وویل، تېر کال یو میلیارد افغانۍ عشر او زکات شوی و چې یوه ځانګړي بانکي حساب کې اچول شوې دي.

هغه زیاته کړه: «په راټولو شوو پیسو باندې کوم بل کار نه دی شوی، دغه پیسې پر بې‌وزلو، یتیمانو، معلولینو، شهیدانو او مدرسو باندې وېشل شوې دي.»

نوموړی وایي، د عشر او زکات پیسو راټولولو مدیریت د کرنې وزارت پر غاړه دی خو وېشل یې بیا د اسلامي امارت د امیر په امر ترسره کېږي.

دی وایي چې د عشر او زکات راټولولو پر مهال د مال له خاوندانو سره کومه سختي نه ده شوې، بلکې په خپله خوښه يې عشر ورکړی دی.

دغه راز په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري وویل چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شاوخوا ۱۸۰ خصوصي شرکتونو پنځه میلیارده افغانۍ پانګونه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۳۲۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ۲۴۱ پروژې د ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو له لارې پلې شوې دي.

نوموړی وایي، تېر کال په ټول هېواد کې څه باندې پنځه میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د نورو کلونو په پرتله زیاتوالی په کې راغلی دی.

هغه وویل: «افغانستان د کال اووه میلیونه مټریک ټنه غنمو ته ضرورت لري چې مخکې به په کال کې څلور میلیونه په داخل کې تولیدېدل او درې میلیونه مټریک ټنه به بیا له نورو هېوادونو راوړل کېدل خو تېر کال بيا پنځه ميليونه مټريک ټنه توليد شوي دي.»

دی وایي چې تېر کال د ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د هېواد پر بزګرانو څه باندې ۲۵ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم او کیمیاوي سره وېشل شوي دي.

هغه وایي چې د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په غور، بامیان، دایکنډي، بادغیس، فراه او هرات ولایتونو کې د ۱،۶ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو سرچینو پیاوړتیا لپاره چک‌ډیمونه، بندونه او کانالونه جوړ شوي دي.

عمري وایي، په ټول هېواد کې د ساري ناروغیو پر وړاندې د څارویو ساتنې لپاره  شاوخوا نهه میلیونه څارویو ته بېلابېل واکسینونه تطبيق شوي دي.

د کرنې وزارت سرپرست معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې اووه میلیونه او څه باندې ۲۵۲ زره جریبه اماراتي ځمکه تثبیت شوې او څه باندې ۴۵۴ زره او ۹۷ جریبه امارتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

نوموړي وویل: «د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ د پولي پر سر ستونزې له تخنیکي اړخه حل شوې او د سرحدي شخړو مخنیوي په موخه ۲۰۰ نښې جوړې شوې څو په راتلونکي کې دا ډول ستونزې تکرار نه شي.»

هغه وویل چې روان کال به په کابل، لغمان او میدان‌وردګو ولایتونو کې د سړو خونو پنځه عصري کمپلکسونه جوړ شي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.