Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۹۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو بشپړو شوو پروژو کې ۱۳۹ خاورین بندونه، د ۴۰ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، د ۷۰ مترو په اږدوالي کانالونه او یو چک‌ډيم شامل دي.

نایب‌خېل زیاته کړه چې یادې پروژې په مرکز پل‌علم، محمداغه او خروار ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP  له لوري د ۹ میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۹۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې او نن کټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې په یادو پروژو کې شاوخوا ۱۲ سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د لوګر ولایت اوسېدونکي د دغو پروژو بشپړېدو ته خوښ دي.

د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رباني بهیر پژواک ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ په خروار ولسوالۍ کې یو شمېر خاکي بندونه جوړ شوي دي.

هغه زیاتوي، په یاده پروژه کې د خروار ولسوالۍ لسګونه وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او هر میاشت هر کاریګر ته ۹ زره افغانۍ تنخوا ورکول کېده.

بلخوا د د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي ضیاالحق پژواک ته وویل چې د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ته په کار ده چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

يادې پروژې په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي چې د لوګر ولايت اوسېدونکي له حکومت او مرستندويه ټولنو ځوانانو ته د کار زميني برابرېدو غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.