Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل امنیې قوماندانۍ د ۶ ښځو په ګډون ۹ کسان د موټرو د غلا په تور نیولي

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۵ ښځو او ۴ نارینه‌وو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر خپله ټويټ‌پاڼه په یوه ویډیو کلېپ کې د دې موضوع په اړه خبر ورکړی دی.

دغه ویډیو کلېپ کې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې جنایي مدیر مولوي احمد مدثر وایي: «د اوومې ناحیې په سیمه کې د غلو او باج اخیستونکو یو منظم ګروپ اوسېده او کورنه یې په کرایه نیول، د دوی ترتیب داسې و چې موترچلوونکې ته یې زنګ واهه چې ځانونه له یوه ځایه او بل ځای ته ولېږدوي، موټرچلوونکی به یې په چل او فرېب کور ته راوسته، د هغه ټول اسناد به یې تری اخیستل، یو څوک چې ځان د اسلامي امارت کارمند معرفي کوي هغه ته به یې موټر تسلیمول چې هغه یې حوزې ته بوځي او حوزې ته یې تسلیم کړي هغه به موټر چلوونکی وډباوه چې ان ضعف حالت ته به یې ورساوه او دوی به له سیمې تښتېدل.»

نوموړي وویل چې د جنایي او امنیتي پولیسو په همکارۍ توانېدلي چې د څلور سړيو په ګډون ۹ مظنونین ونیسي او دوسیې یې ترتیب او د کابل جنایي تحقیقاتو ریاست ته یې ولېږدوي.

دی زیاتوي چې دې قضیه کې کوم شخصي موټر غلا شوی و بېرته یې مالک ته سپارل شوی دی.

دغه ویډیویي کلېپ کې یو کس ځان احمد شېرزاد معرفي کوي وایي: «هغه ورځ په جوره شهیدا سیمه کې د فرشتې نومې د کور تر شا د یوه سراچه موټر کلي کریمې نومې راته تسلیم کړه او راته یې وویل موټر سرای کې ودروه ما یوازې د امانت په ډول موټر سرای ته بوت او مې دراوه.»

دغه راز په یاد ويډیو کلېپ کې یوه سپین‌ږیري ټکسي چلوونکي چې موټر یې د همدې ډلې له خوا په کرایه نیول شوی و وایي، د همدې ښځو له ډلې یوې یې د ده موټر کرایه کړی او ورته یې ویلې چې د کور پیدا کولو لپاره رهنمای معاملات ګوري.

د هغه په خبره، یادې ښځې د همغې ورځې ترغرمې څو رهنماګانې ولیدلې او ده ته د غرمې د ډوډۍ دعوت ورکړ او ویې ویل چې نورې رهنماګانې به له لمانځه وروسته وویني.

هغه زیاته کړه: «کله چې د هغې کور ته لاړم د کور دننه څو سړیو په ما برید وکړ او زه یې ووهلم او خپلو منځو کې یې ویلې چې موتر حوزې ته بوځئ او موږ ستونزه حلوو.»

نوموړی وایي کله په هوش راغلی له هغه کوره راوتلی او د دې موضوع په اړه یې امنیتي حوزې ته خبر ورکړ چې په پایله کې غله نیول شوي او موټر یې ورته سپارل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.